Uncategorized @ps

اسرائیل د یوه سرتېري تر وژل کېدو وروسته پر غزې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژلي

د اسراییل پوځ د یو اسرائیلي سرتېري تر وژل کېدو وروسته د غزې پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا ۱۰۴ کسان پکې وژل شوي، خو اسراییل ویلي لاهم د امریکا په ملاتړ اوربند ته ژمن دی.

پوځ ویلي بریدونه یې د حماس پر جنګیالیو، د وسلو پر زېرمو او تونلونو کړي، خو د حماس ډلې دا تورونه رد کړي او دا یې د ملکي خلکو پر ضد «سیستماتیک جرم» بللی دی.

د وژل شویو له ډلې ۴۶ ماشومان او ۲۰ ښځې دي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د حماس بې وسلې کول او د غزې «ناپوځي کول» به تر پای پورې تعقیبوي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، د اسراییلو غبرګون موجه دی او دا پېښه به اوربند ته زیان و نه رسوي.

په همدې حال کې د قطر لومړي وزیر د دواړو خواوو وروستي اقدامونه «خفه کوونکي» بللي او ویلي دي چې هڅه کوي د اوربند دوام وساتي.