په داسې حال کې چې سرچینو د بدخشان په طالبانو کې د داخلي نښتو د دوام خبر ورکړی، د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند د دغو نښتو په ترڅ کې د یو کس وژل تایید کړي؛ خو ویلي یې دي چې دا نښته د «۱۲ کسیزه» ډلې له «وسله والو کسانو» سره شوې ده.
هغه همدارنګه ویلي چې د دغې ډلې مسوول کس — چې د سرچینو په وینا عبدالرحمان عمار، د طالبانو سیمهییز قومندان دی — نیول شوی دی. خو سرچینې وایي چې دا د طالبانو دا قومندان نیول شوی نهدی او له خپلو کسانو سره غرنۍ سیمو ته تللی دی.
د هغه په وینا، د طالبانو یوه کمېټه دې ولسوالۍ ته استول شوې ترڅو دې موضوع ته رسېدنه وکړي.
د بدخشان د طالبانو د پولیسو ویاند همدارنګه په شهر بزرگ ولسوالۍ کې د نښتو دوام رد کړی دی.
د غیر سیمهییزو طالبانو او ځايي وسله وال او په شهربزرګ ولسوالۍ کې د طالبانو د کانونو پخوانی رییس عبدالرحمان عمار، څو ورځې پيل شوه.
له دې مخکې سرچینو آمو ته ویلي وو چې عمار محاصره شوی او له شاوخوا ۱۰۰ کسانو سره یې غرنۍ سیمو ته پناه وړې ده.
د ملي سرچینو په وینا، د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت، تېره ماښام د شهر بزرگ ولسوالۍ ته تللی ترڅو دا تاوتریخوالی حل کړي.
د بدخشان د طالبانو د پولیسو قومندانۍ ویاند په وینا، په دې نښتو کې وژل شوی کس د هغوی یو قومندان عبدالحلیم حمیدي و. هغه زیاته کړې چې ټول هغه کسان چې په دې نښته کې ښکېل وو، نیول شوي دي.
