نن ۱۵۰۰ ورځې له هغه وخته تېرېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې.
دغې پرېکړې د مېلیونونو نجونو ژوند او راتلونکی بدل کړی دی. ځينې زدهکوونکې او د زدهکړو فعالان وايي چې په دې موده کې په کمعمرۍ کې ودونه زیات شوي او ډېری نجونې انزوا، خپګان او جبري ودونو ته اړ ایستل شوې دي.
په دې راپور کې د هغې نجلۍ کیسه روایت کېږي چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، په دولس کلنۍ کې د کورنۍ له خوا واده ته اړه شوه.
هغه چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وايي: «کله چې په اووم ټولګي کې وم، ښوونځی وتړل شو. فکر مې کاوه چې څو اوونۍ وروسته به بیا پرانیستل شي؛ خو هغه ورځ هېڅکله رانه غله. زه درس خوښولم؛ خو کورنۍ مې وویل اوس چې ښوونځی نشته، باید واده وکړم. زه هره ورځ په کور کې، په پخلنځي کې، د هغه راتلونکي په تمه یم چې زما له ارمانونو سره سمون نهلري. زما په څېر ډېرې نجونې دي چې زړه یې له امیده ډک دی، ارمان لري چې یوه ورځ خپلو ارمانونو ته ورسېږي. له مور او پلاره غواړم چې د خپلو لوڼو لپاره د زدهکړو زمینه برابره کړي او صبر وکړي چې ښوونځي پرانیستل شي او ژر د لوڼو د واده پرېکړه ونه کړي.»
دا نجلۍ د بادغیس ولایت اوسېدونکې ده او وايي چې د ښوونځیو له تړل کېدو څلورو کلونو وروسته، شپږ میاشتې مخکې واده ته اړ شوه او اوس په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ ده.
هغه وايي: «په دولس کلنۍ کې د ښوونځي د دروازې له تړل کېدو سره، زما درس او ارمانونه نابشپړه پاتې شول. اوس له ډېرو ستونزو سره مخ یم او د ښوونځیو د تړل کېدو له امله زما ټول ارمانونه خاورې شول.»
د زدهکړو په برخه کې فعالان خبرداری ورکوي چې د نجونو د زدهکړو دوامداره محرومیت پراخې ټولنیزې او رواني پایلې لري.
بصیراحمد دانشیار، د پوهنتون استاد په دې هکله وايي:«کله چې د ښوونې او روزنې د مرکزونو دروازې پر ښځو تړلې وي، له بده مرغه ځینې کورنۍ ژر ودونه د بدیلې لارې توګه ګوري. دا موضوع کولای شي هم پر ټولنې رواني او روحي اغېزې ولري او هم د هغو ماشومانو لپاره چې په کم عمر واده کوي، بدې پایلې پرځای ېږدي.»
له بلخ ولایت څخه بله نجلۍ هم وايي چې له نامعلوم او ناهیلې کوونکي راتلونکي سره مخ ده: «نه پوهېږم زموږ برخلیک به څه وي. هره ورځ د تیاره راتلونکي په فکر له خوبه پاڅېږم. درس لوستل مې ارمان و؛ خو اوس یوازې اندېښنه او زړه تنګون پاتې دی. ډېری وخت احساسوم چې له دننه ستړې او ناروغه شوې یم؛ ګواکې امید زموږ له ژونده ورک شوی دی.»
د ملګرو ملتونو سازمان د راپور له مخې، د نجونو پر منځنيو او لوړو زدهکړو بندیز تر اوسه څه باندې دوه مېلیونو او ۲۰۰ زره تنکۍ نجونې له زدهکړو محرومې کړې دي.
په دغه راپور کې راغلي کهچېرې دا محدودیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کاله به نږدې څلور مېلیونه نجونې له منځنيو او لوړو زدهکړو پاتې شي.
په داسې حال کې چې نړۍوالو بنسټونو او د بشري حقونو مدافعینو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، د دوی چارواکو تر اوسه د ښوونیزو مرکزونو د پرانیستلو لپاره ځانګړی وخت نهدی اعلان کړی.
