د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون نن (سېشنبې، د لړم په ۶مه) د قزاقستان په شیمکنت ښار کې پرانیستل شو.
تر دې مخکې، د شنبې په ورځ، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و چې نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین په بلنه د «افغان-قزاق» سوداګریزې غونډه کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی دی.
په دې غونډه کې شاوخوا ۲۰۰ سوداګر او د خصوصي سکتور استازو هم ګډون کړی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دا نندارتون د دواړو هېوادونو د ځینو ځايي چارواکو، سوداګرو او پانګوالو په ګډون جوړ شوی دی.
د دغې غونډې موخه د افغانستان د تولیدي ظرفیتونو او وړتیاوو معرفي کول او د کابل او استانې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراختیا بلل شوې ده.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې افغانستان د کرنې، خوړو صنایعو، غالیو، قیمتي ډبرو او ساختماني محصولاتو په برخو کې د بېلابېلو تولیداتو په لرلو سره د قزاقستان او د سیمې نورو هېوادونو بازارونو ته د همکاریو او صادراتو لپاره چمتو دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، په دغه نندارتون کې لسګونه افغان شرکتونو خپل کورني تولیدات او صنایع نندارې ته وړاندې کړي او دا پروګرام به د روان کال د اکتوبر تر ۳۰مې دوام وکړي.
د قزاقستان چارواکو او سوداګرو هم په خپلو ویناوو کې د نندارتون له جوړېدو هرکلی کړی او د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د نوو سوداګریزو لارو پر جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
