افغانستان

د یوناما راپور: د ۴۸ ساعته خاموشۍ په ترڅ کې «نه سیګنال و، نه مرسته او نه هیله»

د سپتمبر د ۲۹ نیټې په شپه، یوه میرمن د افغانستان ختیځ کې د ماشوم د زېږون په حالت کې وه.

د هغې مېړه په کار کې و، او د ټلیفون، انټرنټ او یا هم د اړیکې له بلې لارې بې‌برخې و. دا ښځه، د خپلې سپین سرې خواښې سره، پلي روغتون ته ولاړه. څو ساعته وروسته، په داسې حال کې چې یوازې، ویره‌ناکه او د پردیو خلکو ماحول کې وه، ماشوم یې وزیږید. د هغې مېړه، چې نه پوهېده مېرمنه یې ژوندۍ ده او که نه، د جلال‌اباد ټول روغتونونه وپلټل.

دا یوازې د هغو کیسو یوه بېلګه ده چې د افغانستان د اړیکو د دوه ‌ورځنۍ بشپړې پرېکون پر مهال رامنځته شوه، دا کیسه چې د ملګرو ملتونو د معاونت مأموریت (یوناما) په تازه راپور کې تشریح شوې ده. د دې راپور له مخې، دا پرېکون میلیونونه افغانان په یوه چوپ کړکیچ کې راګیر کړل؛ نه‌یوازې یې د بیړنیو خدمتونو، مرستندویو عملیاتو، بانکدارۍ او زده‌کړو مخه ونیوله، بلکې د یوه بې‌ثباته هېواد د معاصر ژوند زړه یې هدف ونیو.

د اړیکو د بې‌ساري پرېکون جزئیات

د یوناما دا راپور «له لاسرسي بهر: پر افغانانو د مخابراتي پرېکون اغېزې» تر عنوان لاندې خپور کړی دی. دا راپور د انټرنټ او ګرځنده ټلیفون د بشپړ بندېدو اغېزې څېړي، چې د سپتمبر په ۲۹مه ماښام پیل شوې او د اکتوبر تر لومړۍ نېټې ۲۰۲۵ پورې دوام وکړ.

دغه عمومي مخابراتي پرېکون له څو اونیو سیمه‌ییزو بندیزونو وروسته عملي شو چې لومړی د سپتمبر په ۱۵مه له بلخ ولایت څخه پیل او وروسته یې د هېواد ډېری برخې ونیولې.

یوناما ویلي، دا پرېکون چې د افغانستان ټول ۳۴ ولایتونه یې اغېزمن کړل، میلیونونه وګړي یې له بیړنیو خدمتونو، د کورنیو اړیکو، او مهمو انلاین خدماتو لکه ډیجیټل بانکدارۍ او د درملنې له همغږۍ بې‌برخې کړل. دغه راپور د هېواد په کچه د څه باندې سلو میداني مرکو پر بنسټ برابر شوی دی.

انساني کړکیچ

د یوناما په وینا، د اړیکو پرېکون تقریباً د ټولنې پر ټولو برخو پراخ اغېز وکړ.

روغتونونه ونه توانېدل چې د طبي تجهیزاتو غوښتنه وکړي یا د ناروغانو د انتقال همغږي وکړي.

په لغمان ولایت کې یوه امیندواره ښځه وروسته له هغه خپل ماشوم له لاسه ورکړ، چې سیمه‌ییز کلینیک ونه‌توانېد امبولانس راوغواړي یا اړین درمل برابر کړي.

په بادغیس ولایت کې هم پنځه د خوارځواکۍ (سوء تغذیه) ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ، ځکه د بیړنیو مرستو په موخه ډاکټرانو ته لاس رسی نه وو.

د روغتیایي کارکوونکو په وینا، دوی د «پوره بې‌وسۍ» احساس کاوه، ځینې کارکوونکي اړ شول د بیړنیو پیغامونو د لېږلو لپاره پر موټرسایکلونو ګاونډي ښارونو ته ولاړ شي.

راپور زیاتوي چې د امبولانس خدمتونه فلج شوي وو، د روغتونونو ترمنځ همغږي له منځه تللې وه، ان تر دې چې د طبي اسکنونو استول هم بند شوي وو او د ناروغیو تشخیص ځنډېدلی و.

د اړیکو دا پرېکون د هېواد کمزوری بانکي سیستم هم فلج کړ.

‏ATM ماشینونه او انلاین انتقالات ودرېدل، خلک نه‌شول کولای خپلو پیسو یا د بهرنیو خپلوانو له خوا رالېږل شوو حوالو ته لاسرسی ومومي.

په راپور کې راغلي چې ډېری خلکو ونه‌توانېدل د درملنې یا خوړو لګښتونه برابر کړي او انټرنټي کارونو هم درانه مالي زیانونه ولیدل.

د بشري عملیاتو دریدو سره د ښځو زیانمنېدل

په راپور‌ کې راغلي، د مرستندویو سازمانونو فعالیتونه هم په پوره ډول ودرېدل.

مرستندویانو ویلي، د اړیکو پرېکون د ختیځ افغانستان زلزله‌ځپلو او له پاکستانه راستانه شوو افغانانو ته د مرستو په رسولو کې ځنډ رامنځته کړ.

د نغدو مرستو وېش، نوم‌لیکنې، او د میداني ټیمونو همغږي هم ودریدل.

یوناما ټینګار کړی چې ښځې او نجونې له دې پرېکونه تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې، ځکه له وړاندې یې هم د طالبانو د پراخو محدودیتونو له امله د ازاد تګ راتګ او کار کولو ستونزې لرلې.

یو شمېر ښځینه نرسانې او متشبثې وايي، د اړیکو له پرې کېدو وروسته له کوره بهر کار سره د هغوی د کورنیو لیوالتیا کمه شوه.

یوې ښځینه نرسې یوناما ته ویلي: «کله مې چې له کورنۍ سره اړیکه ونه‌شوه نیولی، مېړه مې د امنیت له وېرې مجبور کړم چې کار پرېږدم.»

همداراز هغه نجونې چې له انلاین ټولګیو سره یې زده‌کړې کولې، دا حالت یې «بېرته د ډبرې دور ته ستنېدل» بللي، ځکه د هغوی د زده‌کړې یوازینۍ لاره پرې شوې وه.

په راپور کې ویل شوي چې هغه ښځې چې انلاین کاروبارونه یې لرل، خپل ټول عواید له لاسه ورکړل؛ ځکه انټرنټي سوداګرۍ چې د طالبانو د شغلي بندیزونو وروسته د ډېرو ښځو یوازینۍ  عایداتي سرچینه وه په بشپړه توګه بنده شوې وه.

د رسنیو چوپتیا او د غلطو معلوماتو خپرېدل

په راپور کې راغلي چې د اړیکو پرېکون د هېواد ډېری رسنۍ چوپې کړې.

رسنۍ ونه‌توانېدې خپرونې وکړي یا راپورونه واستوي.

یوناما د پراخې وېرې، ګډوډۍ او د دروغو خبرونو خپرېدو موارد ثبت کړي، چې ځینو یې د بهرني یرغل، کودتا یا د حکومت د نسکورېدو ناسم شایعات وو.

یو خبریال یوناما ته ویلي: «دا پرېکون د سانسور یوه بڼه وه چې د احتمالي ناوړه ګټې اخیستنې او بیړنیو پیښو د پوښښ په موخه درسنیو مخه نیسي.»

د رسمي غبرګون نشتون:

تر اوسه د دې سراسري پرېکون رسمي لامل نه‌دی څرګند شوی.

د طالبانو د بلخ ولایت چارواکو په پیل کې ویلي وو چې دا کار د «اخلاقي فساد د مخنیوي» لپاره شوی، خو د کابل یو ویاند بیا ادعا وکړه چې دغه مخابراتي او انټرنټي پرېکون د ترمیماتو له امله هم نه‌ و،تر دې مخکې ورته راپور خپور شوی و.

یوناما په پای کې خبرداری ورکړی: «د هېواد ټول بنسټونه له روغتیا او بانکدارۍ نیولې تر کوچنیو کاروبارونو د خپلو ورځنیو خدمتونو لپاره په شدید ډول پر مخابراتي فعالیتونو متکي دي. د افغانستان خلک، چې له وړاندې د ژوند له سترو ننګونو سره مخ دي، باید د داسې تحمیلي پرېکونونو قرباني نه‌شي دا د هغوی د اړیکو اساسي حق محدودوي.»

دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې خلکو ته د مخابراتي خدمتونو دوامداره لاسرسی تضمین کړي او په ځانګړي ډول د بشري مرستو، درملنې، زده‌کړې او د هېواد د نازک اقتصاد د بقا لپاره ددې خدمتونو حیاتي رول ته درناوی وکړي.