کډوالي

پاکستان په یوه ورځ کې څه باندې ۷۰۰۰ افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي

د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمېسیون وايي چې په تېره یوه ورځ کې (دوشنبې، د لړم ۵مه) پاکستان ۷ زره او ۳۲۴ افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.

د دغه کمېسیون په وینا، دا کډوال د بهرامچې او سپین بولدک له لارو په جبري او اختیاري ډول افغانستان راغلي دي.

ورته مهال، له ایرانه هم ۶۴۵  افغان کډوال ایستل شوي چې د اسلام‌کلا او پل ابریشم له لارو افغانستان ته ننوتلي دي.

په وروستیو کې، پاکستان له طالبانو سره تر اته ورځنیو سرحدي نښتو وروسته او د دغه هېواد د لومړي وزیر په امر د افغان کډوالو جبري ایستلو بهیر چټک کړی دی؛ لکه‌څرنګه چې د وروستیو څو ورځو شمېرې ښيي له دغه هېواده د افغان کډوالو د راستنېدو شمېر بې‌ساری دی.

له دې یوه ورځ مخکې (یکشنبې، د لړم ۴مه نېټه) پاکستان هم ۷ زره او ۹۹۶ افغان کډوال ایستلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې له ایرانه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او په دې وروستو کې، د دغه هېواد د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو عمومي مدیر مجید احمدي، ویلي چې دغه هېواد ته د افغان کارګرو داخلېدل به یوازې په کابل کې د ایران سفارت له لارې د کاري ویزې له ترلاسه کولو وروسته او د ایراني کارورکونکي تر څارنې لاندې شونی وي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه په یوې غونډه کې دا طرحه د «کفیل» په نوم معرفي کړې او ادعا یې کړې چې دا پروګرام به نه یوازې د کارګرانو په ګټه وي؛ بلکې ایراني کارورکونکو او ټولې ایراني ټولنې ته به هم ګټور وي.

د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو عمومي مدیر د «بهرنیو اتباعو مدیریت» د طرحې د پلي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې کار ورکونکي (کارفرمان)  کولای شي د اړوند ویب‌پاڼې له لارې کار د وزارت ته اړین اسناد وړاندې کړي او د سختو او زیانمنوونکو دندو لپاره د «بهرنیو کارګرو» د کارولو غوښتنه ثبت کړي. له اړینو څېړنو وروسته، اړوند جوازونه به هغوی ته ورکړل شي.