د طالبانو ته واک لاندې د کندهار ولایت مقام، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د یوه خصوصي شرکت په همکارۍ له کندهاره روسیې ته د انارو د صادراتو لړۍ په رسمي ډول پیل کړه.
د کندهار د کرنې ریاست مسوولان وايي، دا لومړی ځل دی چې له دغه ولایت څخه روسیې ته انار صادرېږي. د دوی په وینا، د لومړۍ جوپې په توګه ۲۵ ټنه انار د نږدې ۲۵ زره ډالرو په ارزښت د تورغونډۍ له لارې د بازار د ارزونې لپاره روسیې ته لېږل شوي دي.
د مسوولانو په وینا، تمه ده چې د روان کال د حاصلاتو تر پایه ټولټال ۲۵۰ ټنه انار له کندهاره روسیې ته صادر شي. دوی زیاتوي، که د تورغونډۍ بندر د ټرانزیټ له پلوه ارزانه شي، نو دا لاره به نه یوازې د انارو، بلکې د نورو تازه مېوو د صادراتو لپاره هم یوه مهمه سوداګریزه لاره وګرځي.
د کرنې ریاست په باور، د دې ټرانزیټي لارې پرانیستل به هر کال زرګونه ټنه تازه مېوې روسیې ته صادر کړي، چې دا به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د نړیوال بازار د پراختیا په لور یو مهم ګام وي.
