افغان لوبغاړو د بحرین په پلازمېنه منامه کې، د روانو درېیم پړاو ځوانانو اسیایي لوبو کې تر دې دمه څلور مډالونه ګټلي، چې یو د سپینو زرو او درې د برونزو دي. دا د افغانستان لپاره تاریخي لاسته راوړنه ده، ځکه چې تر دې وړاندې یې په دې لوبو کې هېڅ مډال نه و ترلاسه کړی.
د اکتوبر له ۲۲مې راهیسې پیل شوې دا لوبې د ۴۵ هېوادونو له خوا له څلور زره څخه د ډېرو لوبغاړو په ګډون ترسره کېږي. په دې سیالیو کې د افغانستان استازیتوب ۳۱ ورزشکاران کوي چې په اته بېلابېلو ورزشي رشتو کې سیالي کوي.
تر دې دمه یحیی محمدي او روحالله نظري د کورش په برخه کې د برونز مډالونه ګټلي، فیاض ابراهیمي د رزمي ورزشونو په برخه کې د سپینو زرو، او احمد قیومي د برونز مډال خپل کړی دی.
له دې سره، د افغانستان د ۱۷ کلونو څخه کم عمره فوټسال ملي لوبډلې هم په دغو لوبو کې د پام وړ کارکردګي ښودلې او د ازبکستان، بحرین او چین په څېر پیاوړو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې دي.
د ورزشي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان دا بریاوې د هېواد د نوي نسل د ارادې او هڅې څرګندونه کوي، چې له محدودو امکاناتو سره سره یې نړیوال ډګر ته ځان رسولی دی.
د هغوی په باور، دا مډالونه نه یوازې د افغانستان لپاره د ورزشي لاسته راوړنې لویه مانا لري، بلکې کولی شي د هېواد د ورزش پالیسۍ او د ځوانانو د روزنې په برخه کې مثبت بدلون ته لار هواره کړي.
په همدې حال کې، د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې هم په مرکزي اسیايي سیالیو کې ښه فعالیت کړی؛ مالدیف او نیپال یې مات کړي، خو له سریلانکا او ترکمنستان یې ماتې منلې دي.
د بحرین د لوبو په اوسني جدول کې چین د ډېرو مډالونو په ګټلو مخکښ دی، خو افغانستان هم د پاکستان، جاپان، قطر، کویټ او بنګلهدېش په څېر یو شمېر هېوادونو څخه مخکې دی.
د ځوانانو اسیایي لوبې له ۲۰۰۹ کال راهیسې هر څلور کاله وروسته ترسره کېږي، او د سږ کال لاسته راوړنې د افغانستان د ورزش په تاریخ کې د نوې بریا او هیلې پیل بلل کېږي.
