کډوالي

پاکستان په یوه ورځ کې نږدې ۸۰۰۰ افغان کډوال وایستل

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمیسیون وايي، په تېره یوه ورځ (یکشنبه، د لړم ۴مه) پاکستان ۷۹۹۶ افغان کډوال له هېواده وشړل. دا شمېر په تېرو څو اونیو کې د کډوالو د شړلو په پرتله زیات ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، پاکستان له طالبانو سره د شخړو له ۸ ورځو وروسته او د خپل لومړي وزیر په امر، د افغان کډوالو د شړلو بهیر ګړندی کړی دی. یاد شوي کډوال له سپین بولدک او بهرامچې لارو څخه هېواد ته داخل شوي دي.

هممهاله، ایران هم ۴۸۰ افغان کډوال په جبري او اختیاري توګه شړلي او د اسلام کلا او ورېښمو پل له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ایران هم د افغان کډوالو د شړلو بهیر ګړندی کړی دی. تازه، د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو عمومي رییس مجید احمدي ویلي، د افغان کارګرو د ورتګ اجازه یوازې د ایران سفارت په کابل کې د کاري ویزې له لارې او د ایرانی کارورکوونکو د نظارت لاندې امکان لري.

د راپورونو له مخې، احمدي په یوې غونډې کې دغه طرحه د «کفیل پلان» په نوم معرفي کړې او ویلي یې دي چې دا برنامه یوازې د کارګرو لپاره نه، بلکې د کارورکوونکو او د ایراني ټولنې لپاره هم ګټوره ده.

د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو عمومي رییس ټینګار کړی چې د «بهرنیو وګړو مدیریت» پلان عملي کول ډېر مهم دي. کارورکوونکي کولای شي اړوند اسناد د کار وزارت په ویبپاڼه کې ثبت کړي او د «بهرنیو کارګرو» د کار لپاره غوښتنه وړاندې کړي. له لازمو څېړنو وروسته به اړوند جوازونه ورکول کېږي.