د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د پاکستان او طالبانو د استازیو تر منځ د استانبول خبرې دریېمې ورځې ته وغځېدې، خو لا هم کومه هوکړه نه ده شوې. د پاکستاني رسنیو راپورونو له مخې، د طالبانو پلاوی د پاکستاني طالبانو او له افغانستانه د فعالیت کوونکو نورو وسلهوالو ډلو پر ضد د عملي او د باور وړ اقدام له ترسره کولو ډډه کوي.
د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، د شپې ناوخته تر نهو ساعتونو خبرو وروسته یې طالبانو ته خپل «وروستی دریځ» وړاندې کړی، او ټینګار یې کړی چې باید طالبان له افغانستان څخه د ترهګرۍ د ختمېدو لپاره مشخص او د اعتبار وړ ګامونه واخلي.
طالبانو ویلي چې د افغانستان له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه د اسلاماباد اندېښنې “غیرمنطقي او له واقعي حالاتو سره په ټکر کې دي.
د پاکستان د امنیتي سرچینو په وینا، د طالبانو دریځ داسې ښکاري چې نه بدلېدونکی دی، او دا وضعیت د دواړو هېوادونو او سیمې په زیان تمامېدای شي.
سرچینې زیاتوي چې د خبرو راتلونکی پرمختګ به د طالبانو په «مثبت دریځ» پورې تړلی وي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان پلاوي طالبانو ته د پاکستاني طالبانو، بلوڅ ازادي غوښتونکو او نورو ډلو د فعالیتونو انځورونه، اسناد او شواهد وړاندې کړي، چې له افغانستان څخه فعالیت کوي.
طالبانو بیا وړاندیز کړی و چې د پاکستاني طالبانو ډلې د استازو او د پاکستاني چارواکو تر منځ مستقیمې خبرې ترسره شي، خو اسلاماباد دا وړاندیز په کلکه رد کړی او ویلي یې دي چې له یوې ترهګرې ډلې سره خبرې نه کوي، بلکې دا د طالبانو مسؤلیت دی چې د دغو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي.
د خبرو پر مهال، پاکستاني پلاوي ټینګار کړی چې هېواد یې د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره هره بیه ورکولو ته تیار دی، او خبرداری یې ورکړی چې د طالبانو دوامداره بېپروايي به د افغانستان ولس ته زیان ورسوي.
دا خبرې د دوحې د اوربند له تړون وروسته ترسره کېږي، چې د قطر په منځګړیتوب د تلې په ۱۹مه د دواړو لورو تر منځ د یوې اوونۍ خونړیو نښتو ته یې د پای ټکی کېښود.
په اوسنیو خبرو کې د طالبانو پلاوی د کورنیو چارو مرستیال رحمتالله نجیب په مشرۍ استانبول ته تللی، چې انس حقاني، سهیل شاهین، نورالرحمن نصرت او عبدالقاهر بلخي یې ملګري دي. د پاکستان پلاوي مشري لوړپوړي امنیتي او استخباراتي چارواکو کوي.
سرچینې وايي چې قطر او ترکیې هڅه کوي دواړه لوري په خبرو بوخت وساتي، تر څو د اړیکو بشپړ پرېکېدنه رامنځته نه شي.
