د شلمې پیړي یو له لویو لاسته راوړنو څخه دیجیتالی انقلاب ؤ ؛ چې د انسان او د هغه په اړوند چاپیریال کې یي ژور او نا باور کوونکي بدلونه راوستل .
په ننۍ ژوندانه کې هیڅ داسي یوه برخه شتون نه لری چې په هغه کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول دیجیتال ور گډ شوی نه وی .
خو ؛ دیجیتال هم لکه د ژوندانه د نورو واقعیاتونو په څیر چې د انساني تمدن او تهذیب د اوږده تاریخ په بیلابیلو پړاونو کې رامنځ ته شوي ؛ د خپلو رغنده او مثبتو اړخونه تر څنگ ؛ په خواشینۍ سره چې کله نا کله انساني ژوند گواښوی او
هغه هله ده چې خراب کارۍ او مجرمې ډلې له هغه څخه ناوړه گټه اخلي . چې یو لوی مثال یي سایبر تروریزم ( Cyber terrorisme ) دی . چې دلته یي په لنډه توگه تر کوچنیو عناوینو لاندی پیژنو .
۱ – تعریف : دا اصطلاح په لومړی ځل په کال ۱۹۸۰ کې د امریکي د سایبری امنیت د متخصص بری کالین ( Barry C. Collin ) له خوا وکارول شوه ؛ او وروسته د ۱۹۸۲ او ۱۹۸۴ کالونو په ترڅ کې په رسمي توگه په قوانینو او
پالیسیو کې په رسمیت وپیژندل شو ، او اوس په رسمي توگه داسي تعریفیږی : « هغه یرغل یا د یرغل تهدید دی چې د کمپیوتری شبکو او اطلاعاتو پر ضد ؛ چې سیاسي ، مذهبي او ایدیالوژیکه بڼه ولری او موخه یي په یوه هیواد یا ټولنه
کې د ډار او وحشت خپرول وی . .» .
که دغه تعریف ته پاملرنه وکړو په اسانۍ سره د سایبر تروریزم او نورو سایبرې جرمونو په منځ کې په توپیر پوهیږو ، ځکه په نورو سایبری جرمونو کي موخې اکثر جنایي وی ، خو په سایبر تروریزم کې موخې د وحشت خپرول ، او
ایدیالوژیکو ، مذهبی او سیاسي اهداف له پاره وی .
۲ – موخۍ او انگیزۍ : لکه چې مو په تعریف کې ولیده ؛ د سایبري تروریزم اصلي موخه د ډار او وحشت رامنځ ته کول دي . په مشخصه توگه دا ډول جرایم د لاندنیو موخو او انگیزو له پاره ترسره کیږی :
- د خلکو په منځ کي د ډار او وحشت رامنځ ته کول او خپرول ؛
- د زیر بناو لکه بریښنا ، اوبو ، بانکونو او روغتونو ؛ فلجول او له کاره ایستل ؛
- پر دولتونو سیاسي یا مذهبي فشار راوړل ؛ او
- د افراطیت تبلیغ د مجازی شبکو له لارو .
۳ – د سایبر تروریستانو عملیات : سایبر تروریستان خپلو موخو ته د رسیدو له پاره له لاندنیو کړنو او عملیاتو څخه استفاده کوی : - د بریښنایي، د اورگاډو د لارو او د پوځي سیستمونو هک کول او فلجول ؛
- د زیان رسوونکو سافت ویرونو ( Malware ) خپرول او د سیستمونو د کار له اچولو په موخه ؛
- د دولتونو په اطلاعاتي او استخباراتی شبکو کې نفوذ ؛ او
- د ټولنیز بغاوت د رامنځ ته کولو په موخه د جعلي او ناسمو ( Fake news/ Deep fake ) معلوماتو خپرول .
۴ – حقوقي لارې چارې : په ټوله کې دولتونه په دي هکله په ملی کچه ځانگړې قوانین او مقررات وضع کوی ؛ او دهغه حساسیت او ځانگړتیاو له مخې چې د سایبر تروریزم جرم یي لری ، د اختصاصي قواعدو تر څنگ ؛ خاصې امنیتي – مسلکي څانگې جوړوی . د دي ترڅنگ د دغه جرم د مخنیوي له پاره په نړیواله کچه هم مقررات شتون لری ؛ چې په ځانگړې توگه د نړیوالو جنایي پولیسو یا انترپول ( Interpol ) او د مخابراتو د نړیوالۍاتحادیې ( ITU / International Telecommunications Union ) له لارې تر ډیره بریده ترسره کیږی .
په پای کې له یاده و نه وځي چې د افغانستان په جزایي حقوقي نظام کې سایبرتروریزم په ځانگړی توگه نه دي تعریف شوی او د هغه جرمی عناصر هم نه دی په ډاگه شوی ؛ سره له دي چي د افغانستان د ۱۳۹۶ لمریز کال د جزا په کود کې سایبری جرایم په عمومي توگه معرفی شوی ؛ خو په مشخص ډول دي ډول جرم ته د تروریستي جرایمو په لړ کې کتل شوی ؛ لکه چې د دی کود په ۸۶۳،مادهٔ کې راغلي چې : هر څوک چې د کمپیوتر او معلوماتي سیستمونو په کارولو سره تروریستی جرم تر سره کړی د دی فصل د احکامو له مخې مجازات کیږی .
نو ؛ لیدل کیږی چې دا یوه قانوني تشه ده ؛ ځکه برسیره پردي چې دا جرم او دهغه عناصر نه دی تعریف شوی ؛ د هغه سزا هم په عام ډول په پام کې نیول شوی ده.
پوهاند نصرالله ستانکزی د کابل پوهنتون استاد وو.
د هغو مقالو منځپانګه چې د آمو وېبسایټ د لیدلوري په برخه کې خپرېږي، مسوولیت یې لیکوال ته ورګرځي.
