افغانستان امنیت

د تاجکستان ولسمشر وایي، د افغانستان امنیت د ټولې سیمې لپاره اړین دی

امامعلي رحمان

د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان ويلي، د افغانستان ثبات د تاجکستان او ټولې سيمې د امنيت لپاره حياتي ارزښت لري.

نوموړي دا څرګندونې د شریکو ګټوهېوادونو خپلواک سازمان (CIS) په درېیم کنفرانس کې کړي، چې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر ضد د مبارزې په تړاو جوړ شوې وو.

رحمان د نويو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی او ويلي يې دي، چې د مصنوعي ځيرکتيا (AI) ناوړه کارونه کولای شي ترهګري او سايبري ترورېزم نور هم خطرناک کړي او د خلکو او دولتي بنسټونو امنيت له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي ویلي، د دغو ګواښونو پر ضد مبارزه نوي تخنيکونه، عصري سافټ‌وېيرونه او د معلوماتو چټکه تبادله غواړي، او ټينګار يې وکړ، چې د ګډو ګټو هېوادونو امنيتي ځواکونه بايد په شریکه د تروریستي ايديولوژۍ د خپرېدو مخه ونيسي.

ښاغلي رحمان دغه رازوويل، چې د نشه‌يي توکو قاچاق، په ځانګړي ډول د مصنوعي موادو، د تروريستي ډلو د تمويل مهمه سرچينه ګرځېدلې ده او د سيمه‌ييزې همکارۍ غوښتنه يې وکړه.

په همدې مهال، د طالبانو د بلخ والي يوسف وفا د پنجشنبې په ورځ تاجکستان ته سفر کړی او له تاجک چارواکو سره يې د امنيتي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

طالب چارواکي وايي، له سيمه‌ييزو هېوادونو سره د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې هوډ لري، خو دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې د روانې مياشتې په اوږدو کې د طالبانو او د پاکستان د پوله‌ساتو ترمنځ مرګونې نښتې شوې دي.