تخار کې د بې کارۍ او غېرې مسلکي کان کېندنې له امله د مرګ ژوبلې پېښې زیاتې شوي دي.
تخار ولايت د بهارک ولسوالۍ د آوارسای د سرو زرو په کان کې سږکال لږ تر لږه ۱۱ کانکيندونکي مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
معدن سپړونکي وايي دا کان د پرلهپسې پېښو، بېوزلۍ او خطر ډک ژوند سره مل دی.
د سیمې اوسیدونکي وایي، کارګر هره ورځ يوازې ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانۍ ورځ مزدوري ترلاسه کوي.
ځايي کارګر وايي چې د سرو زرو استخراج د ابتدایي وسايلو په کارولو ترسره کېږي، چې ډېری وخت د مړينې او ټپي کېدو لامل ګرځي.
د کان کارګرانو شکايت کړی چې طالبان وخت ناوخت د اخاذۍ لپاره کان ته ورځي او له کارګرو په زور پيسې اخلي.
په دغه کان کې کم عمره ماشومان هم د سخت فزیکي کار کولو ته اړ ایستل کېږي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، د فقر او بېکارۍ له امله خلک د ژوند دوام په موخه بیا هم له خطر ډک دې کار ته مجبوريږي.
