قطر او پاکستان د پنجشنبې په ورځ يو هوکړهليک لاسليک کړ چې له مخې به قطر د درې ميليارده امريکايي ډالرو پانګونه په پاکستان کې کوي. دا هوکړه د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي، سوداګريزو او تخنيکي همکاريو د ګډې وزيرانو کمېټې د شپږمې ناستې په پای کې وشوه.
هوکړهليک د پاکستان د سوداګرۍ وزير جمال کمال خان او د قطر د سوداګرۍ او صنعت وزير شيخ فيصل بن ثاني آل ثاني لاسليک کړ.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت وايي، دا موافقه د قطر د امير د پخوانۍ ژمنې د پلي کولو په موخه شوې ده، او د قطر د پانګونې ادارې او د پاکستان د ځانګړې پانګونې د اسانتيا شورا تر منځ به همکاري پياوړې کړي.
د هوکړې له مخې، دواړه هېوادونه به په د ټرانسپورټ، انرژۍ، روغتيا، ښوونه او رزونه، کلتور، رسنيو او ټکنالوژۍ برخو کې ګډ کار کوي. پاکستان د خېريانو–راولپنډۍ او کراچۍ–حيدراباد موټروې پروژو لپاره د قطري پانګونې بلنه هم ورکړې ده.
دواړو وزيرانو ټينګار وکړ چې دا هوکړه به د پاکستان او قطر تر منځ سوداګريزې او پانګيزې اړيکې پياوړې او اقتصادي همکاري لا نوره ژوره کړي.
