له ۱۱۳ څخه زیات بنسټونه، د بشري حقونو مدافع ټولنې او مدني خوځښتونه چې په پاکستان کې مېشت دي، په یوه ګډه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د مخنیوي لپاره بېړنۍ اقدامات وکړي.
په اعلامیه کې راغلي: «موږ، د افغانستان د زیانمنو پناه غوښتونکو یوه ډله چې په پاکستان کې ژوند کوو، دا لیک د کډوالو د اجباري ایستلو او د هغوی د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته د ستنېدو د زیاتېدونکي ګواښ له امله، د ژورې اندېښنې او انساني مسئولیت له مخې خپروو.»
د دغو بنسټونو په وینا، له ۲۰۲۱ کال وروسته چې طالبان واک ته ورسېدل، سلګونه زره افغانان، په ځانګړي ډول ښځې، مدني فعالان، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان، د پخواني حکومت نظامیان او د LGBT ټولنې غړي اړ شوي چې هېواد پرېږدي او پاکستان ته پناه یوسي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې که څه هم ډېری دا کډوال رسمي اسناد نه لري، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ تر څار لاندې په کمپونو او یا هم په خوندي کورونو کې ژوند کوي.
سره له دې، په وروستیو میاشتو کې د پاکستاني چارواکو لهخوا د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر لا هم چټک شوی دی.
د اعلامیې لاسلیک کوونکو خبرداری ورکړی چې د کډوالو اجباري ستنول د «نهستنېدنې د اصل» ښکاره نقض دی، چې دا اصل د نړیوالو بشري قوانینو بنسټیز اصل ګڼل کېږي.
په اعلامیه کې له نړیوالو بنسټونو – د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري، د بشري حقونو کمیشنري، اروپایي اتحادیې او د اسلامي همکاریو سازمان – غوښتنه شوې چې له پاکستاني حکومت سره خبرې وکړي او د افغان کډوالو د اجباري ایستلو مخه ونیسي.
دغو بنسټونو همدارنګه غوښتنه کړې چې د ښځو او ماشومانو د وضعیت څارنه جدي شي، د هغو کډوالو د بیا مېشتېدو بهیر چټک شي چې د نورو هېوادونو د منلو وړ دي، او د کډوالو له حالت څخه دې د سیاسي شخړو لپاره کار نه اخیستل کېږي.
په اعلامیې په پای کې ویل شوي: «نړیواله ټولنه اخلاقي او قانوني مسئولیت لري چې د بشري فاجعو د تکرار مخه ونیسي. د کډوالو د اجباري ستنولو پر وړاندې چوپتیا او بېعملي د بشري حقونو د نقض په دوام او په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پیاوړتیا کې غیرمستقیمه ونډه ګڼل کېږي.»
