متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ د روسیې ستر نفتې شرکتونه د تازه بندیزونو هدف وګرځول او مسکو یې تورن کړ، چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په برخه کې یې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې. دا بندیزونه په داسې حال کې لګول کېږي، چې روسیې د اټومي وسلو په ګډون، پراخ پوځي تمرینونه ترسره کړي دي.
د راپورونو له مخې، دا نوي بندیزونه یوازې یوه ورځ وروسته له هغې اعلان شول، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د لیدنې پلان ګډوډ شو. ټرمپ خبریالانو ته ویلي: «ما دا لیدنه لغوه کړه، ځکه زما په نظر دا مناسب وخت نه و.»
د امریکا د خزانې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د روسیې دوه ستر نفتې شرکتونه، «روسنیفت» او «لوکاویل» باندې بندیزونه لګول شوي، څو د مسکو د جګړې د تمویل وړتیا زیانمنه شي.
دغه اقدام د سپینې ماڼۍ یو څرګند بدلون بلل کېږي، ځکه واشنګټن تر دې وړاندې د مسکو پر وړاندې د فشار او د سولې د هڅو تر منځ د توازن ساتلو هڅه کوله. یوازې تېره اوونۍ داسې ښکاره کېده، چې ټرمپ غواړي د مسکو پر ضد نوې اقدامات وځنډوي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي: «اوس وخت د وینې بهېدنې د بندېدلو او د اوربند د اعلان دی.»
د راپور له مخې، د بسنټ له څرګندونو وروسته د نړيوال بازار د تېلو بيې لوړې شوې او د هر بیرل بیه نږدې دوه ډالره زیاته شوه.
Top of Form
Bottom of Form
