کډوالي

د بشري حقونو بنسټ: پاکستان د کډوالو په ویستلو سره خپلې نړیوالې ژمنې ماتې کړي

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان د حکومت له‌خوا د افغان کډوالو ډله‌ییز ویستل نه یوازې د دغه هېواد د کورنیو قوانینو خلاف دي، بلکې د نړیوالو ژمنو ښکاره نقض هم بلل کېږي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستان حکومت د کډوالو انفرادي وضعیت له ارزونې پرته، هغوی په ډله‌ییز ډول له هېواده شړلي، او د دې له امله ګڼې کورنۍ له یو بل څخه بېلې شوې دي.

د بشري حقونو دغه بنسټ زیاتوي، چې د پاکستان اساسي قانون او د بهرنیو وګړو د ۱۹۴۶ کال قانون، د ډله‌ییز ایستلو مخه نیسي او هر شخص ته د دې حق ورکوي، چې د ایستلو پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړي.

اعلامیه زیاتوي، سره له دې چې پاکستان د بشري حقونو او د شکنجې د منع په ګډون، څو نړیوال تړونونه لاسلیک کړي، خو د افغان کډوالو په تړاو یې خپلو ژمنو ته عملي درناوی نه دی کړی.

یاد بنسټ د پاکستان له پارلمان او قضایي نظام غوښتنه کړې، چې حکومت دې اړ کړي څو د خپلو کورنیو قوانینو او نړیوالو ژمنو درناوی وکړي. همداراز یې له ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري بنسټونو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ملاتړ او د هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.