کډوالي

پاکستان او ایران په یوه ورځ له ۳۰۰۰ زیات افغان کډوال وشړل

د طالبانو حکومت د کډوالو چارو کمېسیون د معلوماتو له مخې، پاکستان او ایران د سه‌شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) په ګډه له ۳۲۸۳ افغان کډوال له خپلو هیوادونو ویستلي.

د دغه کمېسیون په وینا، له دې شمېر څخه ۲۷۱۲ کسان له پاکستان څخه او ۵۷۱ تنه له ایران څخه یا په اجباري ډول شړل شوي او یا هم په اختیاري توګه بېرته راستانه شوي دي.

راستانه شوي افغانان د سپین بولدک، بهرامچې، اسلام‌کلا او پل‌ابریشم له لارې داخل شوي دي.

د کډوالو د شړلو دا لړۍ هغه مهال چټکه شوه، چې د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د شخړو راپورونه خپاره شول.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خپلې کابینې په ځانګړې ناسته کې د افغان کډوالو د فوري ایستلو امر صادر کړ.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا پرېکړه هغو افغانانو پورې اړه لري چې قانوني اسناد یا ویزې نه لري او شتون یې په پاکستان کې غیرقانوني بلل کېږي.  “ډان” ورځپاڼې لیکلي چې دا بهیر به پړاو په پړاوترسره کېږي تر څو د کډوالو بیرته ستنېدل چټک او منظم وي.

د راپورونو له مخې، د روان کال تر اکتوبر میاشتې د ۱۶مې نېټې پورې له یو نیم میلیون څخه ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې د ایران رسنیو هم خبر ورکړی چې د تهران ولایت له بهارستان ښار څخه د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل شوی دی.

د تهران د وګړو د چارو عمومي ریاست ویلي، چې تر اوسه له دغه ولایت څخه ۴۵۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، چې له دې ډلې اویا سلنه په رضاکارانه ډول ستانه شوي دي.