یو شمېر سوداګرو، موټر چلوونکو او عامو خلکو «آمو» ته ویلي، د تورخم دروازې تړل کېدلو دواړو غاړو ته د ناروغانو او سوداګرو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.
د هغوی په وینا، د پاکستان له لوري د دغې لارې بندېدلو له امله د افغانستان د صادراتي مېوو او سبزیو موټر د ډیورنډ فرضي کرښې په دې غاړه بند پاتې او حاصلات ورو ورو خرابېږي.
سوداګر او موټر چلوونکي وايي، پاکستان باید د تورخم لاره د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي، بلکې دواړه لوري دې د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.
سرچینې زیاتوي، د تورخم بند پاتې کېدل نه یوازې سوداګرو ته مالي زیانونه اړولي، بلکې د دواړو غاړو کاروبار یې هم ټکنی کړی دی.
ناروغان او د هغوی ملګري چې د تورخم په دواړو خواوو کې بند پاتې دي، له طالبانو او پاکستاني چارواکو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې دا لاره د تګ راتګ لپاره بېرته پرانیزي.
د تورخم دروازه شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هغه مهال وتړل شوه، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په ډیورنډ فرضي کرښه سختې نښتې وشوې.
که څه هم د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دواړو لورو د اوربند تړون لاسلیک کړی، خو لاهم د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره تړلې پاتې ده.
