په پکتیا ولایت کې سږکال د مڼو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله زیات شوي دي. بڼوال وايي، سږکال یې حاصل ښه دی او بازار هم تر یو حده ښه شوی، خو د یخچالونو نشتوالی او د لارو بندښت لا هم جدي ستونزې دي.
عبدالله، چې د پکتیا یو بڼوال دی، وايي:
«د تېر کال په پرتله سږکال زموږ د مڼو حاصل ډېر ښه دی، خو په ځینو سیمو کې د اقلیم د بدلون له امله د حاصلاتو یوه برخه زیانمنه شوې ده.»
یو بل بڼوال، عبدالسمع، وایي:
«موږ د مڼو د ساتلو لپاره بله لار نه لرو، پرته له دې چې یې په کورونو کې وساتو او د ژمي پر مهال یې بازار ته وړاندې کړو، خو دا کار د میوو کیفیت خرابوي.»
له بلې خوا، یو شمېر مېوه پلورونکي هم اندېښمن دي. د پکتیا یو سوداګر عبدالرحمان وايي:
«سره له دې چې د پکتیا او ګاونډیو ولایتونو د مڼو حاصل ډېر ښه دی، خو د لارو بندېدو او د مناسب بازار نشتوالي له امله موږ د تازه مېوو له پېرلو ډډه کوو.»
سرچینې وايي، د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو له کبله لارې یو ځل بیا تړل شوي دي، چې دا کار د تازه مېوو د صادراتو بهیر له ستونزو سره مخ کړی. د دغو حالاتو له امله هر کال بڼوال او سوداګر دواړه له درنو اقتصادي زیانونو سره مخ کېږي.
