افغانستان

وچکالۍ په شمال کې درې سیندونه وچ کړل

په شمال کې درې سیندونه د وچکالۍ د ناورین له امله وچ شوي دي. اوس د پروان، کاپيسا او کابل اوسېدونکي د وچکالۍ له امله له اغېزو اندېښمن دي.

د پروان د سیندیزې حوزې ریاست مسوولین وایي، چې موسمي بدلونونو د دې لامل شوي له هغو څلورو سیندونو څخه چې له شمالي څخه تېرېږي درې یې د ژمي موسم له رارسېدو مخکې وچ شي.

د پروان د سیندیزې حوزې رییس مجیب‌الرحمن حبیبي په دې اړه د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «یوازې د پنجشېر سیند هر کال ۱۸۳۵ میلیون مترمکعبه اوبه لرلې چې اوسمهال ۱۰۰ مترمکعب اوبه لري او درې نور سیندونه (شتل، سالنګ، غوربند) وچ شوي دي.»

په شمالي لمنه کې پروان، کاپيسا ولایتونه او کوه‌دامن ولسوالۍ شاملېږي او د شمېرو له مخې، ۸۰ سلنه اوسېدونکي یې پر بزګرۍ او مالدارۍ بوخت دي.

د هغو شمېرو له مخې چې د آمو ټلویزیون لاس ته رسېدلې دي؛ موسمي بدلونونو په پروان او کاپيسا ولایتونو او کوه‌دامن ولسوالۍ کې ۵۰ سلنه کروندګرو ته مالي زیان رسولی دی.

د کاپيسا ولایت یو کروندګر خلیل وایي: «وچکالۍ او موسمي ورښتونو زموږ نیمايي کرنیز محصولات خراب کړي دي.»

په همدې حال کې د کاپيسا ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس وایي: «د روان کال له پيل راهیسې، تر زرو زیات کسان د موسمي بدلونونو له امله پر بېلابېلو ناروغیو، نسناستي او کولرا اخته شوي دي.»

هغه زیاته کړه: «د روان کال له پیل راهیسې ۱۲۹۰ تنه د موسمي بدلونونو او د ناپاکو اوبو د څښلو له امله پر نسناستي او کولرا اخته شوي دي.

د چاپېریال ساتنې مسوولین وایي، چې پروان او کاپيسا کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه د موسمي بدلونونو له امله تر پنځو مترمکعبو ټیټه شوې ده.

افغانستان کې وچکالي چې تېرو لسیزو کې ترټولو ناوړه وچکالي ده د موسم له بدلون سره لا زیاته شوې او درېیم کال ته دننه شوې ده.