د افغانستان د آزادۍ حزب مشر، جنرال عبدالملک، په یوه تازه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د هېواد د ټولو کورنیو او بهرنیو تړونونو پټ ضمایم باید راوسپړل شي او د ملت د رایو پر اساس یو مشروع او شفاف نظام رامنځته شي.
جنرال مالک ویلي، په تېرو کلونو کې هرکله چې د افغانستان برخلیک د خلکو له رایو او استازو پرته په پټه ټاکل شوی، پایله یې یوازې جګړه، ویجاړي، بېاعتمادي او د ملت کړاوونه شوي دي.
هغه په ځانګړي ډول د طالبانو د دوحې تړون ته اشاره کړې چې جزئیات یې تر اوسه پټ پاتې دي او د هېواد لپاره یې لوی زیان رامنځته کړی دی. همدارنګه، د طالبانو او پاکستان ترمنځ پټ تړونونه هم د افغانانو له خبرتیا پرته ترسره کېږي.
جنرال مالک څرګنده کړې چې د چین او روسیې سره پټ تړونونه د هېواد د کانونو او طبیعي سرچینو د غلا، او د ملت د ګټو په برخه کې د شک او ابهام لامل شوي دي. هغه ټینګار کړی چې د دې تړونونو لاسلیک کوونکي نه د خلکو د رایو پر اساس ټاکل شوي او نه مشروعیت لري.
په اعلامیه کې راغلي چې د ملت برخلیک باید د هغو کسانو په لاس کې وي چې ځانونه د خلکو پر وړاندې ځوابورکوونکي ګڼي او د خلکو رایو ته درناوی لري. جنرال مالک د ټولو تړونونو د شفافیت غوښتنه کړې او ویلي چې یوازې پوه او د رایو له لارې واک ته رسېدلي خلک کولای شي د افغانستان خپلواکي او عزت وساتي.
Top of Form
Bottom of Form
