افغانستان

د افغانستان په شمال کې د ترهګرو د فعالیت په اړه د پوتین اندېښنه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د همګټو خپلواکه هېوادونو په ناسته کې وویل چې طالبان د افغانستان په شمال کې د ترهګرو د اډو له شتونه سترګې پټوي او هېواد یې له دې ډلې سره د اړتیا تر بریده یو لړ اړیکې ټینګې او وساتي.

د همګټو خپلواکه هېوادونو ناسته تېره ورځ د قزاقستان ښار په آستانه ښار کې ترسره شوه او په افغانستان کې روان وضعیت ددې ناستې د بحث وړ مسایل وو. د ټولګټو هېوادونو ځینو غړو په تېره بیا روسیې او چین د افغانستان په شمال کې د ترهګرو دلو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د روسیې ولسمشر وویل چې طالبان د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو له فعالیته سترګې پټوي. دوی د افغانستان په شمال کې د بهرنيو استخباراتي سازمانونو تر فشار لاندې دي. د ترهګرو ډلو له پولو اخوا اړیکې، زموږ د ټولو لپاره ګواښ دي. البته موږ د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره همکارۍ ته اړتیا لرو.»

له بلې خوا، د تاجیکستان ولسمشر هم په دغه ناسته کې په خپلو څرګندونو کې، د افغانستان په شمال کې د ترهګرو دلو د حضور په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې له افغانستان سره به خپلې پولې پیاوړې کړي.

امام علي رحمان ددې په بیانولو سره چې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره په خپل پولو کې یې ۱۷۵ پوستې جوړې کړې وویل: «موږ ته نږدې د ترهګرو پوستې د نورو د اندېښنې وړ بهیرونو په منځ کې، افراطي ایډیولوژي پراخوي او د تاجیکستان او افغانستان د پولو شاوخوا وضعیت پېچلی شوی دی. موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره خپله پوله پياوړې کړو او اړین سرحدي بنسټونه جوړ کړو. موږ په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په پولو کې څه د پاسه ۱۷۵ پوستې جوړې کړې؛ خو بسنه نه کوي.»

یو شمېر نور همګتي هېوادونه هم د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډول له نفوذه وېره لري.

د قزاقستان ولسمشر د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سرحدي ستونزې د اواري پر ارزښت په ټینګار سره وویل: «په سیمه کې د بې ثباتۍ یو بل لامل، د سیمې د ځانګړو هېوادونو ترمنځ د پولو د مسلو نه حل کېدل دي. د پولو مسایل باید په سوله ییز دول او د څو سوه کلونو دوستۍ په لارو، باور جوړونو، ښه ګاونډيتوب او سختو قوانینو سره حل شي.»

د افغانستان ګاونډي په داسې حال کې د هېواد په شمال کې د ترهګرو ډلو له فعالیته اندېښنه څرګندوي چې طالبانو تل ټینګار کړی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان له خورې د نورو هېوادونو پرخلاف وکارول شي.

 روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان د همګټو هېوادونو مهم غړي دي.