لویدیځه اسیا

کرېملېن: روسيه چمتو ده له ايران سره په ټولو برخو کې خپلې اړيکې پراخې کړي

Iran’s supreme leader Ayatollah Ali Khamenei in a meeting with Russian President Vladimir Putin in Tehran on July 19. Screenshot from Reuters video.

د روسيې حکومت وايي چې هېواد یې له ايران سره د هرې برخې په کچه د همکاریو د پراخولو بشپړه چمتووالی لري. دا څرګندونې د کرېملېن وياند ديميتري پېسکوف د دوشنبې په ورځ وکړې.

پېسکوف وويل، ايران د روسيې نږدې شريک هېواد دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په چټکۍ سره پراخېږي. نوموړي دا هم زياته کړه چې د ايران د اټومي پروګرام په اړه اروپايي هېوادونه پر ايران “بې‌ځايه فشار” راوړي، او وضعيت يې “ډېر پېچلی” وبللو.

روسيې سږ کال د امريکا او اسرایيل له خوا د ايران پر اټومي تاسيساتو بريدونه وغندل، هغه بريدونه چې د تهران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنيوي په موخه ترسره شوي وو. ايران دا تورونه ردوي او وايي چې اټومي وسلې نه جوړوي.

د راپور له مخې، د روسي ولسمشر ولاديمير پوتين ځانګړی استازی نن ماښام د ايران د ملي امنيت عالي شورا له مشر علي لاريجاني سره وګوري. دا لیدنه له هغې وروسته کېږي چې تېره اوونۍ لاريجاني مسکو ته ولاړ، له پوتين سره يې ولیدل او د ايران د مشر آيت‌الله علي خامنه‌اي ځانګړی پيغام يې ور ورسولو.

د روان کال په جنورۍ کې، پوتين او د ايران ولسمشر مسعود پژيشکيان يو ستراتيژيک تړون لاسليک کړ. که څه هم دا تړون د متقابلې دفاع ماده نه لري خو له امنیتي پلوه مهم بلل کېږي. مسکو وايي، چې له تهران سره يې د وسلو قانوني معاملې کړي، په داسې حال کې چې ايران روسيې ته بې‌پيلوټه الوتکې ورکړي، څو یې د اوکراين په جګړه کې وکاروي.

همداراز، د روسيې د اټومي انرژۍ دولتي شرکت “روس‌اتوم” تېره مياشت له ايران سره د ۲۵ میلیارده ډالرو په ارزښت يو تړون لاسليک کړ، چې له مخې به یې په ايران کې څلور اټومي برېښناکوټونه جوړوي. ايران دا مهال د برېښنا له کمښت سره مخ دی، او يوازې يوه فعال اټومي برېښناکوټ لري، چې په جنوبي ښار بوشهر کې د روسيې له خوا جوړ شوی دی.