نړۍ

امریکا او اسټرالیا د چین د اغېز کمولو په موخه د نادرو منرالونو د همکارۍ تړون لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د نادرو منرالو د همکارۍ تړون لاسلیک کړ، چې موخه یې د دغو مهمو موادو پر نړیوالو بازارونو د چین د برلاسۍ کمول دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دا هوکړه په سپینه ماڼۍ کې وشوه، چې د ټرمپ او البانیز ترمنځ د لومړنۍ رسمي لیدنې په توګه ګڼل کېږي. دواړو مشرانو په ګډه اعلان وکړ چې امریکا او اسټرالیا به د راتلونکو شپږو میاشتو په اوږدو کې د کان‌کېندنې او پروسس پروژو لپاره یو – یو میلیارد ډالر پانګونه وکړي، څو د دغو مهمو موادو عرضه زیاته او د لویدیځو هېوادونو د عرضې ځنځیرونه خوندي شي.

د امریکا د صادراتو او وارداتو بانک هم د دغې همکارۍ په ترڅ کې د اسټرالیا له ۷ کان‌کېندونکو شرکتونو سره د ۲.۲ میلیارد ډالرو په اندازه د پانګونې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، چې له ډلې یې د نادرو منرالو او د لمر د انرژۍ فلزي شرکتونه یاد شوي دي.

په تړون کې دا هم ویل شوي چې دواړه هېوادونه به د کانونو او پروسس فابریکو د جوازونو د ترلاسه کولو پروسه چټکه کړي، د منرالونو د نقشې جوړونې او بیا کارونې په برخه کې به ګډ کار وکړي، او د ملي امنیت له مخې به د مهمو منرالونو د شتمنیو د پلور مخه ونیسي.

د دغه تړون ترڅنګ، ټرمپ د درې اړخیز دفاعي تړون ملاتړ هم څرګند کړ، چې له مخې به اسټرالیا د امریکا له خوا اټومي اوبتلونه ترلاسه کړي او وروسته به له برېټانیا سره د نوې بڼې اوبتلونه جوړوي.

کارپوهان وايي، دا تړون د امریکا له لوري یو مهم ګام دی چې غواړي د نادرو منرالونو په برخه کې د چین پر نفوذ برلاسی شي. دا منرالونه، چې لیتیم، نکل او نادر فلزات پکې شامل دي، د برېښنايي موټرو، پوځي وسایلو او صنعتي ماشینونو په تولید کې بنسټیز ارزښت لري.

چین د نړۍ د نادرو منرالونو تر ټولو ستر زېرمې لري، خو اسټرالیا هم د پام وړ زیرمې لري. له همدې امله، د واشنګټن او کانبرا ګډې پانګونې به د لوېدیځو هېوادونو لپاره د عرضې د تنوع او ستراتیژیکې خودکفایتۍ په برخه کې نوی باب پرانیزي.