د پښتون ژغورنې غورځنګ د امريکا څانګې يوه تاریخي جرګه د ټېکساس ایالت په سان انتونیو ښار کې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۹مه نېټه ترسره کړه، چې پکې د افغان کډوالو، سياسي فعالانو، ليکوالانو او د ټولنې د بېلابېلو برخو استازو ګډون کړی و.
د جرګې پرېکړه لیک د دوديزې لويې جرګې د رابللو غوښتنه کوي، تر څو د افغان ولس استازي د هېواد د روان سياسي او بشري ناورینونو د حل لپاره يوې دوامدارې لارې ته ورسېږي.
همدارنګه، پرېکړهليک د افغانستان د دری رنګه ملي بيرغ بېرته راژوندي کولو او د نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو د ژر پرانېستو غوښتنه کوي، د تعليم حق يې د ښځو او نجونو اساسي انساني حق بللی او د يو پرمختللي افغانستان د راتلونکي بنسټ یې ګڼلی دی.
د جرګې ګډونوالو د افغانستان پر روان سياسي، بشري او امنيتي حالت تفصيلي بحث وکړ او د پښتنو د حقونو او د سيمې د ثبات لپاره يې يو شپږ مادهييز پرېکړهليک صادر کړ.
په پرېکړهليک کې د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره وروستي هوايي بريدونه او يرغلونه په کلکه وغندل شول. جرګه وايي، دغه بريدونه د افغانستان د خپلواکۍ ښکاره سرغړونه او د نړيوالو قوانينو خلاف عمل دی، چې د ملکي خلکو د تلفاتو، د لوبغاړو د وژل کېدو او د زېربناوو د ويجاړېدو لامل شوي دي.
په درېيمه ماده کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد د پاکستاني دولت له لوري د بنديز او فعالانو د نيولو او ځورونې لړۍ غندل شوې ده. پرېکړهليک زياتوي چې پي ټي ایم يو سولهييز او مدني خوځښت دی چې د افغانانو د حقونو او د ترهګرۍ پر ضد کار کوي، خو پاکستان پرې ناقانونه بنديز لګولی او له دوه زرو زيات فعالان يې تر “شډول ۴” لاندې راوستي دي.
جرګه له پاکستانه غواړي چې دا بنديز لغوه کړي، ټول بنديان خوشې کړي او د مدني فعالانو ځورونه پای ته ورسوي.
په څلورمه ماده کې د افغان يووالي او ګډ عزم غوښتنه شوې ده. پرېکړهليک وايي، د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته افغانان يو ملت دي، چې ګډ تاريخ، ژبه او برخليک لري. جرګه له ټولو افغانانو غواړي چې د داخلي اختلافونو او تجزيهطلبۍ پر ځای د يووالي او ملي عزت دفاع وکړي.
په پنځمه ماده کې د افغانستان د ملي پخلاینې او ټولګډونه حکومت غوښتنه شوې ده. جرګه له طالبانو غواړي چې د يو شامل او ټولګډونه حکومت جوړولو لار خپله کړي، تر څو د هېواد د ټولو قومي، سياسي او مذهبي ډلو استازيتوب تضمين شي.

په پرېکړهليک کې ټينګار شوی چې د افغانستان راتلونکې ثبات او هوساينه د داسې حکومت په شتون پورې تړلې ده چې د خلکو د استازو پر بنسټ جوړ شوی وي.
په وروستۍ ماده کې د نړيوال ملاتړ او حسابورکونې پياوړتيا غوښتنه شوې ده. یاده جرګه وايي، هڅه به وکړي چې د پښتنو د حقونو او د بشري سرغړونو موضوعات د ملګرو ملتونو، د امريکا حکومت، د نړيوال جزايي محکمې او د نړۍ د بشري حقونو له سترو بنسټونو سره شريک کړي.
جرګه له نړيوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې د هغو کسانو پر ضد پلټنې وکړي او حسابورکونه يقيني کړي چې د پښتنو پر سيمو د يرغلونو او د وسلهوالو ډلو د پټ ملاتړ مسوول دي.
په پای کې، جرګې په يوې ګډې اعلاميې کې ټينګار وکړ چې د لر او بر افغانان به د خپل برخليک د ټاکلو او د خپل مشروع حاکميت د بېرته ترلاسه کولو لپاره خپله مبارزه د يووالي، سولهييزو لارو او قانوني هڅو له لارې روانه وساتي.
