افغانستان

طالبان وايي، ټاپي پروژه ۱۴ کيلومتره پر مخ تللې او د ۳۰ کيلومترو لپاره پايپونه چمتو دي

د طالبانو د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر اخوند دې ټاپي پروژې د تطبيق کوونکي شرکت ترکمن ګاز له مسوولينو سره یوځای له یادې پروژې لیدنه وکړه.

د ترکمن ګاز استازو د افغانستان په خاوره کې د پروژې د کار د پرمختګ راپور وړاندې کړ.

د طالبانو د راپور له مخې د ټاپي پروژې عملي چارې تر اوسه ۱۴ کيلومتره پرمخ تللې دي، او د پايپ غځولو لپاره ۷۰ کيلومتره سيمه نوره هم چمتو شوې ده. هغوی زياته کړه، د ۳۰ کيلومترو لپاره پايپونه جوړ شوي چې د راتلونکې مياشتې په ترڅ کې به د نصب او غځولو چارې بشپړې شي.

د ترکمن ګاز چارواکو وويل، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې کارونه په ښه ډول روان دي او تر دې دمه ورته ټولې ضروري اسانتياوې برابرې شوې دي. د دوی د معلوماتو له مخې، تمه ده چې د دې سترې سيمه‌ييزې پروژې عملي چارې په راتلونکي يو کال کې بشپړې شي.

ملا عبدالغني برادر د ترکمن ګاز د استازو هڅې وستايلې او د پروژې د چارو پر کيفيت او د وخت په مراعت ټينګار وکړ.

ټاپي پروژه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د طبيعي ګاز د لېږد ګډه پروژه ده، چې له مخې به هر کال شاوخوا ۳۳ ميليارده مکعب متره ګاز له ترکمنستان څخه جنوبي اسيا ته ولېږدول شي. دا پروژه به د افغانستان لپاره د عوايدو، کار موندنې او سيمه‌ييزو اقتصادي اړیکو د پياوړتيا مهمه سرچينه وي.