ورزش

افغان نوولس کلنه لوبډله د هندوستان د الف او ب لوبډلو پر وړاندې لوبلړۍ ترسره کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان کرېکټ نوولس کلنو لوبډله د روان کال نومبر میاشت کې د هندوستان د نوولس کلنو د الف او ب لوبډلو پر وړاندې درې اړخیزه نړیواله لوبلړۍ ترسره کړي.

دغه سیالۍ به د نومبر له ۱۷مې نېټې پیل او د همدې میاشتې تر ۳۰مې پورې د هندوستان په کوربه‌توب دوام ومومي، چې افغان لوبډله به پکې د ټولې لوبلړۍ له اوو سیالیو څخه په څلورو نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې برخه اخلي.

د سیالیو د مهالوېش له مخې، د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د هندوستان د نوولس کلنو د الف او ب لوبډلو ترمنځ د نومبر په ۱۷مه نېټه ترسره کېږي. افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د نومبر په ۱۹مه د هندوستان د ب لوبډلې پر وړاندې وکړي. ورپسې، افغان لوبډله د نومبر په ۲۱مه نېټه د هندوستان د الف لوبډلې سره سیالي کوي.

دغه راز، افغان لوبډله به خپله درېیمه او څلورمه لوبه د نومبر په ۲۵مه او ۲۷مه نېټه ترسره کړي، چې لومړۍ یې د ب او بله یې د الف لوبډلې پر وړاندې ده. د لوبلړۍ پایلوبه به د نومبر په ۳۰مه د هغو دوو لوبډلو ترمنځ ترسره شي چې تر ټولو زیات امتیازونه یې ګټلي وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس، نصیب خان، ویلي چې دا لوبلړۍ د نوولس کلنو نړیوال جام ته د چمتووالي یوه مهمه برخه ده. نوموړي زیاته کړې:

«زموږ د نوولس کلنو لوبډلو لپاره د خوست او ننګرهار ولایتونو په چمتووالي کمپونو کې تمرینونه ترسره شوي، او د بنګله‌دېش پر وړاندې هم پنځه سیالۍ پلان شوې دي. له دغو لوبو وروسته، د هند پر وړاندې درې اړخیزې سیالۍ به زموږ د لوبغاړو د لا چمتووالي لپاره مهمې وي.»

افغان نوولس کلنه لوبډله به د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه بنګله‌دېش ته سفر وکړي، څو د اکتوبر له ۲۸مې تر نومبر ۹مې پورې د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړي.