د افغانستان د کورش ورزش تکړه لوبغاړي محمد یحیی محمدي، نن یکشنبه (د تلې ۲۷مه) د بحرین په پلازمېنه منامه کې د آسیايي ځوانانو د لوبو په ترڅ کې د ۶۵ کیلوګرام وزن په کټهګورۍ کې د برونزو مډال وګټلو.
دا سیالۍ د آسیايي ځوانانو د لوبو درېیم پړاو دی چې دا مهال د بحرین په منامه ښار کې روان دی، او افغانستان پکې د کورش په برخه کې له دوو لوبغاړو سره ګډون کړی دی.
د کورش، سامبو او رستمي غېږنیونې فډراسیون وایي، محمد یحیی محمدي د افغانستان لومړنی لوبغاړی دی چې په دې پړاو لوبو کې یې مډال تر لاسه کړی.
محمدي د سیالیو په لومړنیو پړاوونو او نیمهپایلوبه کې ښه ځلېدلی و، او د څو هیوادونو سیالان یې مات کړل، چې په پایله کې یې د برنزو مډال ترلاسه کړ.
له بلې خوا، د افغانستان بل استازی روحالله نظري ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه (د تلې ۲۸مه) د ۸۳ کیلوګرام وزن په کټهګورۍ کې سیالۍ وکړي. نوموړی د افغانستان له رسمي روزنکي سید باعث فرزاد سره یوځای دې لوبو ته استول شوی دی.
د آسیايي ځوانانو لوبې یوه څو ورزشي سیالي ده چې هر څلور کاله وروسته د آسیا د المپیک شورا تر نظارت لاندې ترسره کېږي، او پکې د سیمې له بېلابېلو هېوادونو څخه تر ۱۸ کلنو کم عمره ورزشکاران برخه اخلي.
