ورزش

افغان سوک‌وهونکي  شاهد خروټي خپل پاکستاني سیال ته ماتې ورکړه

د افغانستان تکړه سوک‌وهونکي  شاهد خروتی د تلې میاشتې پر ۲۷مه، د یکشنبې په ماښام، د پاکستان په ایبټ‌آباد ښار کې د سوک‌وهنې په سیالیو کې خپل پاکستانی سیال ته ماتې ورکړه.

دا لوبه چې د پاکستان د سوک‌وهنې د سازمان تر چتر لاندې ترسره شوه، د ۶۶ کیلوګرام وزن لرونکو لوبغاړو ترمنځ وه، او شاهد خروټی وتوانېد چې په لومړي پړاو کې خپل سیال مات کړي.

په دې بریا سره، نوموړي په سوک‌وهنه کې خپله درېیمه پرله‌پسې بریا ثبت کړه.

شاهد خروټي رسنیو ته ویلي، چې تر دې وړاندې یې ۱۶ سیالۍ د ازادو رزمي ورزشونو (فري‌فایټ) په برخه کې ترسره کړې وې، او په سوک‌وهنه کې یې هم تر دې مخکې دوه سیالۍ ګټلې دي.

نوموړی وايي، هڅه کوي خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي او د افغانستان لپاره په نړیوالو سیالیو کې لا ډېرې بریاوې ترلاسه کړي.