سیاست

ملا یعقوب: پاکستان خپلو مخالفینو ته د «ترهګر» نوم کاروي

Taliban defense minister Yaqub Mujahid.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وايي، پاکستان د «ترهګرۍ» اصطلاح د خپلو مخالفینو پر ضد کاروي، او دا یوه سیاسي وسیله ګرځېدلې ده چې هېوادونه یې د خپلو ګټو لپاره استعمالوي.

نوموړي دغه څرګندونې په قطر کې له الجزیره ټلوېزیون سره په یوه تازه مرکه کې کړې دي. هغه وویل: “پاکستان د ترهګر نوم خپلو مخالفینو ته کاروي. دا کار یوازې پاکستان نه کوي، بلکې نور هېوادونه هم خپل مخالفین ترهګر بولي. دا اصطلاح سیاسي بڼه غوره کړې ده.”

ملا یعقوب ټینګار وکړ چې تر اوسه د “ترهګر” لپاره روښانه، جامع او نړیوال تعریف نه‌ دی رامنځته شوی. هغه زیاته کړه: “تر هغو چې د ترهګرۍ یو واضح او منل شوی تعریف موجود نه‌وي، هر څوک به دا اصطلاح د خپلو سیاسي هدفونو لپاره کاروي.”

د طالبانو د دفاع وزیر وویل چې د دوی اوسنی او پخوانی دریځ دا دی چې د افغانستان له خاورې باید د بل هېواد پر ضد کار وا نه‌خېستل شي. د نوموړي په وینا “موږ د وسلوالو ډلو له بریدونو ملاتړ نه‌کوو، نه غواړو زموږ خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي، پاکستان هم پکې شامل دی.”

نوموړي همداراز وویل چې طالبان غواړي له پاکستان سره خپلې اړیکې د ښه ګاونډيتوب، سوداګرۍ او تفاهم پر بنسټ پراخې کړي. “موږ نه غواړو پاکستان جګړو ته لاړ شي. د سولې، ثبات او اړیکو د ښه‌والي پلوي یو.”