امنیت

استانبول به د طالبان او پاکستان د راتلونکې غونډې کوربه وي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند پر سر لومړنۍ موافقه شوې، او اوس ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو پلاوي به د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په استانبول کې یو ځل بیا سره وویني، څو د تړون د جزئیاتو او عملي پړاوونو په اړه تفصیلي خبرې وکړي.

خواجه آصف دا څرګندونې د خپل اېکس (پخوانۍ ټویټر) پاڼې له لارې وکړې. هغه وویل: “د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند هوکړه ترسره شوې، او له افغانستانه د ترهګریزو بریدونو لړۍ به په سمدستي توګه پای ته رسېږي. دواړه ګاونډي هېوادونه به د یو بل د خاورې بشپړ درناوی کوي.”

نوموړي زیاته کړه چې راتلونکې غونډه به د ترکیې په استانبول کې ترسره شي، او په هغې کې به دواړه خواوې د سولې د میکانېزمونو، امنیتي همکارۍ او د ډیورنډ فرضي کرښې په شاوخوا کې د ثبات په اړه تفصیلي بحثونه وکړي.

خواجه آصف همدارنګه له قطر او ترکیې دواړو د منځګړیتوب او ورورګلوۍ له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې د دې هېوادونو هڅې د سیمې د سولې او ثبات لپاره مهم ارزښت لري.