د طالبانو د عامې روغتيا وزارت وايي، د پوليو د واکسين د اغېزمن کمپاين د پلي کولو او د روغتيايي خدمتونو د ښهوالي لپاره يې د اسلامي هېوادونو له وزيرانو او نړيوالو بنسټونو سره انلاين ناسته ترسره کړې ده.
د ياد وزارت په وينا، په دې ناسته کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر د عامې روغتيا وزيرانو، د نړيوال روغتيا سازمان د ختيځ مدیترانې سيمې مسؤلې مېرمن حنان بلخي او د ګېټس بنسټ استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې د پوليو ضد واکسين د مؤثر کمپاين د پلي کولو، د تېر کمپاين د ستونزو د حل، د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د همغږۍ د پياوړتيا او د روغتيايي خدمتونو د کيفيت د لوړولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي د ګډونوالو له مرستو او همکاريو مننه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د پوليو او نورو ساري ناروغيو د له منځه وړلو هڅې به دوام ولري.
نوموړي زياته کړه چې وزارت د هېواد د ټولو وګړو د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ژمن دی او د دې هدف د تحقق لپاره نوره همغږي او همکاري ضروري ده.
بلخوا، د اسلامي هېوادونو وزيرانو او د نړيوالو بنسټونو استازو د دوامدارو همکاريو ډاډ ورکړ او وويل چې د روغتيايي کارکوونکو د روزنې او د پوليو د له منځه وړلو په برخه کې به له افغانستان سره هر ډول همکاري ته چمتو دي.
د کارپوهانو په باور سره له دې چې د طالبانو د عامې روغتيا وزارت له نړيوالو بنسټونو سره د همکارۍ هڅې روانې کړې دي، خو د روغتيايي خدمتونو د اغېزمنتيا اصلي خنډونه لا هم په داخل کې دي. د ښځينه روغتيايي کارکوونکو پر کار بنديزونه، د واکسين ټيمونو ته د تګ راتګ محدوديتونه او د عامو خلکو پر باور اغېز لرونکې مذهبي او فرهنګي شخړې هغه ستونزې دي چې د هر ډول کمپاين بريا له خطر سره مخ کوي.
