د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ د آیسيسي د چلند د اصولو د سرغړونې له امله د خپلې لوبې د فیس ۱۵ سلنه جریمه شوی دی. دا پېښه د افغانستان او بنګلهدېش د یو ورځنیو سیالیو په درېیمه لوبه کې د سې شنبې په ورځ په ابوظبي کې رامنځته شوه.
د کرېکټ نړیوالې د شورا په وینا، ابراهیم ځدراڼ د چلند د اصولو د دویمې مادې دویم بند ماتولو پر بنسټ مجرم وپېژندل شو. دغه ماده د “لوبغالي د وسایلو، د لوبغاړو د لباس، یا د نورو توکو له ناوړه کارونې” سره تړاو لري.
پېښه هغه مهال وشوه چې ابراهیم ځدراڼ له خپلې سوځېدنې وروسته د لوبغالي له ډګر څخه د وتلو پر مهال د تپخونې مخې ته پر ځینو وسایلو لاس ورواچولو.
د آیسيسي د اصولو له مخې، د لومړۍ کچې سرغړونې لپاره تر ټولو لږه سزا رسمي خبرداری او تر ټولو زیاته جریمه د لوبغاړي د فیس ۵۰ سلنه ټاکل شوې ده، او له یو تر دوو انضباطي نمرې ورسره تړلې وي.
ابراهیم ځدراڼ ته یو انضباطي نمره هم ور زیات شوې ده، چې دا یې په تېرو ۲۴ میاشتو کې لومړنۍ سرغړونه ده.
هغه خپله تېروتنه منلې او د لوبې د ناظم غریم لا بروي له لوري ټاکل شوې سزا یې منلې ده، نو رسمي اورېدنې ته اړتیا پاتې نه شوه.
یاده لوبه د افغانستان په ۲۰۰ منډو بریا پای ته ورسېده، چې ورسره یې پر بنګلهدېش درې پر صفر د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله.
