روغتیا

یونیسیف: د ختیځو ولایتونو زلزله‌ځپلو سیمو کې ۲۱۲۰۰۰ ماشومان د وژونکو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د ختیځ افغانستان په زلزله‌ځپلو سیمو کې د وروستیو زلزلو له امله، له ۲۱۲ زره ډېرو ماشومانو ته د حادو اسهال او نورو وژونکو ناروغیو د خپرېدو جدي خطر متوجه دی.

یونیسیف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یوه میاشت مخکې چې د ۶.۳ درجې زلزله او له هغې وروسته څو ځلې ټکانونه د هېواد ختیځې سیمې ولړزولې، د اوبو، فاضلابو او حفظ‌الصحې ډېری بیخبناوې ویجاړې شوې دي. د راپور له مخې، تر اوسه ۱۳۲ د اوبو سرچینې له منځه تللې او زرګونه کورنۍ له پاکو اوبو او د لاس مینځلو له اسانتیاوو بې‌برخې شوې دي.

د تشنابونو د له منځه تللو له امله، اوس له څلور تر پنځو کلیو څخه خلک د خلاص فاضلاب استعمال ته اړ شوي دي. همدارنګه، ډېری کورنۍ صابون او نورو حفظ‌الصحې توکو ته لاسرسی نه لري. روغتیایي مرکزونه د پوستکي د ناروغیو، وچکالۍ او حاد اسهال پېښو د زیاتېدو خبر ورکوي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکټر تاج‌الدین، ویلي:

«زلزلې کورونه ړنګ کړي او د ګڼو خلکو ژوند یې اخیستی، خو اوس د ناروغیو خطر د لا ډېرو ماشومانو ژوند ګواښي. ماشومان یا په خېمو کې په ګڼ نفوسو کمپونو کې ژوند کوي، یا د ویجاړو کلیو ترڅنګ په موقتي پناه‌ځایونو کې، چې نه پاکې اوبه لري او نه تشنابونه. دا حالت د روغتیایي ناورین لپاره مناسب شرایط رامنځته کوي.»

د اوبو او چټلو اوبو د سیستمونو ویجاړېدو ښځې او نجونې له اضافي خطرونو سره مخ کړې دي، ځکه له خوندي او شخصي تشنابونو بې‌برخې دي او دا حالت د جنسیتي تاوتریخوالي اندېښنه زیاتوي.

یونیسیف له خپلو شریکانو سره د بېړنیو مرستو په بر کې، د اوبو د لېږد، د اوبو رسونې د سیسټمونو د ترمیم او بیا نصبول، د موقتي تشنابونو د جوړولو، د حفظ‌الصحې کڅوړو د وېش او د ناروغیو د مخنیوي د پوهاوي د کمپاینونو چارې پیل کړي دي. سره له دې هڅو، یونیسف وايي چې د اوبو او حفظ‌الصحې د بیړني غبرګون لپاره یې یوازې نیمایي مالي ملاتړ ترلاسه کړی، او لا هم د ۲۱.۶ میلیونه ډالرو غوښتنې نیمه برخه نه ده پوره شوې.

یاد سازمان له نړیوالو مرسته‌کوونکو غوښتي چې د زلزله‌ځپلو سیمو د خلکو د ژغورنې لپاره بیړنۍ مالي مرسته زیاته کړي، ځکه د روغتیایي بحران د مخنیوي لپاره وخت ډېر کم پاتې دی.