ورزش

د افغانستان دوو لوبغاړو، راشد او عمرزي په نړېواله درجه‌بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړل

افغان ملي لوبډله


د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دوه ستوري، راشد خان او عظمت‌الله عمرزی، د کرېکټ نړېوالې شورا د وروستۍ درجه‌بندۍ له مخې د یو ورځنیو سیالیو په لړ کې د نړۍ لومړي مقامونو ته رسېدلي دي.

د بنګلدېش پر وړاندې راشد خان د درې لوبو په لړ کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د نړۍ د لومړي نمبر توپ‌اچوونکي مقام بېرته خپل کړ او د سویلي افریقا د لوبغاړي کیشاف مهاراج ځای یې ونیولو. عظمت‌الله عمرزي هم د اوو ویکټو او ښه توپ‌وهلو له امله د نړۍ د غوره آلروانډر لوبغاړي په توګه د زیمبابوې د لوبغاړي سکندر رضا ځای خپل کړ.

د لړۍ د غوره لوبغاړي لقب ابراهیم ځدران ته ورکړل شو، چې د توپ‌وهونکو په نړیوال جدول کې یې اته درجې پورته ختلی او اوس یوازې د هند د شبمن ګل تر شا دویم ځای لري.

دغه تاریخي بریا، چې افغانستان په ابوظبي کې د لومړي ځل لپاره د بنګله‌دېش پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو سويپ وکړ، د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام (چې په سویلي افریقا، نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره کېږي) په برخه کې، د لوبډلې لپاره ښه زېری ګڼل کېږي.

راشد خان د آلراونډر لوبغاړو په جدول کې هم دوه درجې پورته شوی او څلورم مقام ته رسېدلی، چې له دې سره د افغانستان لوبغاړي د یو ورځنیو لوبو په ټولو درېیو برخو، توپ‌اچونه، توپ‌وهل او ګډمهارت کې د نړۍ په سر کې ولاړ دي.

ابراهیم ځدران یوازې شل نمرې د شبمن ګل څخه شاته دی، په داسې حال کې چې رحمان‌الله ګربز دوه درجې ختلی او شپاړسم ځای ته رسېدلی، او محمد نبي شپږ درجې پورته شوی او اوس په پنځوسم ځای کې دی.

په همدې وخت کې، د هند د ازمایښتي لوبو په درجه‌بندۍ کې هم بدلون راغلی، چې پکې یشسوي جیسوال پنځم او کولدیپ یادو د توپ‌اچوونکو په جدول کې څوارلسم مقام ته رسېدلی.

له دې پرمختګونو سره، افغانستان اوس په نړیوال کرکټ کې د یو پیاوړي او سیال ټیم په توګه خپل دریځ لا قوي کړی دی.