نړۍ

ټرمپ: مودي ژمنه کړې چې هند به له روسیې د تېلو پېرېدنه بنده کړي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د هند صدراعظم نریندرا مودي هغه ته ډاډ ورکړی چې هند به له روسیې څخه د تېلو پېرېدل ودروي. ټرمپ زیاته کړه، اوس به هڅه وکړي چې چین هم ورته ګام واخلي، ځکه واشنګټن غواړي د مسکو د انرژۍ عواید محدود کړي.

هند او چین د روسیې د سمندري نفتو تر ټولو لوی پېرودونکي دي، چې د لوېدیځو بندیزونو له امله له تخفیف شویو بیو ګټه اخلي. اروپايي هېوادونو له ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ د اوکراین تر یرغل وروسته د روسیې د نفتو اخیستل درولي، او د امریکا او اروپايي اتحادیې بندیزونو پر مسکو لوی اقتصادي فشار راوړی.

ټرمپ په وروستیو کې د هند د روسي نفتو له پېرلو ناخوښي ښودلې او د هند پر صادراتو یې تعرفې یا ګمرکي مالیې لوړې کړې، څو نوي دهلي د مسکو پر وړاندې فشار لاندې راولي. هغه خبریالانو ته وویل: “زه خوشحاله نه وم چې هند له روسیې تېل اخلي، خو مودي نن ما ته ډاډ راکړ چې نور به له روسیې تېل نه اخلي. دا یو لوی ګام دی. اوس به هڅه وکړو چې چین هم دا کار وکړي.”

د هند سفارت په واشنګټن کې تر اوسه د دې ژمنې رسمي تأیید نه دی کړی.

له بلې خوا، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ وویل، هغه د جاپان د ماليې وزیر کاتسونوبو کاټو ته ویلي چې واشنګټن له ټوکیو هم تمه لري چې له روسیې د انرژي واردات بند کړي.

روسیه دا مهال د هند تر ټولو ستر د تېلو عرضه کوونکی هېواد دی، چې یوازې په سپتمبر میاشت کې یې شاوخوا ۱.۶۲ میلیونه بېرله تېل هند ته صادر کړي، دا د هند د ټول وارداتي تېلو نږدې درېیمه برخه جوړوي.

که څه هم له نورو هېوادونو د تېلو اخیستل هند ته ګران تمامېږي، خو د نړیوالو بیو کمښت ښايي دا اغېزه راټیټه کړي. د برېنټ خام تېلو بیه د چهارشنبې په ورځ د پنځو میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوه.

که هند رښتیا هم له روسیې واردات بند کړي، دا به د مسکو لپاره ستر اقتصادي بدلون وي او ښايي نورو هېوادونو ته هم پیغام ورکړي. ټرمپ غواړي د خپل دوو اړخیزو اړیکو له لارې پر روسیې فشار زیات کړي، پر ځای د دې چې یوازې په ګډو بندیزونو تکیه وکړي.

دغه څرګندونې له هغې څو ورځې وروسته شوې چې د ټرمپ نوی نومول شوي د هند سفیر سرجیو ګور له مودي سره وکتل. دواړو د دفاع، سوداګرۍ او ټکنالوژۍ پر موضوعاتو خبرې کړې وې.

ټرمپ وویل، که څه هم هند نشي کولای “سمدستي” له روسیې د تېلو پېرېدنه ودروي، خو دا دوی به پر بدیلو لارو فکر وکړي.

سره له دې، ټرمپ تر اوسه پر چین د ورته فشار له راوړلو ډډه کړې، ځکه د امریکا او چین ترمنځ روانه سوداګریزه جګړه د دې هېوادونو اړیکې لا پېچلې کړې دي.

ټرمپ د همدې کال په دوبي کې پر هند ۲۵ سلنه تعرفه لګولې وه، او وروسته یې د روسي نفتو د پېرلو له امله دا کچه ۲۵ سلنه نوره لوړه کړه. هند دا پرېکړه ناعادلانه بللې، ځکه چین او ترکیه، چې دواړه د روسیې د نفتو لوی پېرودونکي دي، له ورته تعرفو خوندي پاتې شوي دي.