امنیت

ریچارډ بېنېټ له طالبانو او پاکستانه د زغم غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لوریو یې غوښتنه کړې چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

بېنېټ په خپل پیغام کې، چې د ټولنیزې شبکې اېکس له لارې یې خپور کړی، لیکلي: «زه د هغو راپورونو له امله ژور اندېښمن یم چې د ملکي وګړو د تلفاتو او بې‌ځایه‌کېدو خبر ورکوي. دا پېښې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله رامنځته شوې دي.»

هغه له طالبانو او پاکستان دواړو وغوښتل چې د نړېوالو قوانینو درناوی وکړي او د بشري حقونو نړیوالو اصولو ته ژمن پاتې شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د راپورونو له مخې، د چهارشنبې په سهار (د تلې ۲۳مه) طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د کندهار په سپین بولدک او د پکتیکا په برمل  او تروو ولسوالۍ کې نښتې شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

د ده په وینا، جګړه د سهار څلور بجې د سپین بولدک دروازې په سیمه کې پیل شوه او تر اتو بجو یې دوام وکړ. مجاهد ادعا کړې چې جګړه د پاکستان له لوري پیل شوې وه او طالبان د دفاع لپاره اړ شول چې ځوابي اقدام وکړي.

هغه زیاته کړې چې په دې نښتو کې یو شمېر پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ځینې پوستې یې د طالبانو لاس ته لوېدلې، خو د پاکستاني تلفاتو کره شمېر یې نه دی ورکړی.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.