رسنۍ

سرچینې: د طالبانو او پاکستان په نښتو کې دوه خبریالان وژل شوي

File photo.

ځايي سرچینو «آمو» ته ویلي، چې د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښې د نښتو پر مهال دوه افغان خبریالان وژل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي تلویزیون سرچینو ویلي، یاد کسان د دغه تلویزیون ځايي خبریالان وو، خو د سرچینو په وینا، د دواړو خبریالانو هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی.

دغه نښتې نن سهار (چهارشنبه، د تلې ۲۳مه) په کندهار او پکتیکا ولایتونو کې د دواړو لورو ترمنځ رامنځته شوې، چې د راپورونو له مخې، جګړه په پکتیکا کې لا هم روانه ده.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د سپین بولدک په جګړه کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

نوموړي ادعا کړې، چې جګړه د چهارشنبې په سهار شاوخوا څلور بجې د پاکستاني ځواکونو په ډزو پیل شوې او طالبانو یې پر وړاندې ځوابي اقدام کړی.

مجاهد زیاته کړې، په دې نښته کې یوشمېر پاکستاني سرتېري وژل شوي او ځینې پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي، خو د پاکستاني ځواکونو د تلفاتو کره شمېر یې نه دی څرګند کړی.

د پاکستان چارواکو تر اوسه د طالبانو د دغو ادعاوو په اړه هیڅ رسمي غبرګون نه دی ښودلی.