د جمعیت علماي اسلام مشر مولانا فضلالرحمن ویلي، دی چمتو دی چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د منځګړي رول ولوبوي.
فضلالرحمن د سې شنبې په ورځ په اسلاماباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، ده پخوا هم د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو هڅې کړې وې او اوس هم کولای شي دا رول تکرار کړي.
ده زیاته کړه: «زه له طالب مشرانو سره په تماس کې یم او که اړتیا وي، بیا هم د دواړو لوریو ترمنځ د تفاهم او خبرو فضا رامنځته کولای شم.»
مولانا ټینګار وکړ چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ ټولې شخړې باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي، نه د جګړې او تاوتریخوالي له لارې.
هغه وویل، که څه هم دواړو لوریو د وسلو اوربند ته رسېدلي، خو اوس باید د خبرو او تورونو اوربند هم وشي، څو د کړکېچ د لا زیاتېدو مخه ونیول شي.
د جمعیت مشر له دواړو خواوو وغوښتل چې د دښمنۍ د پارولو پر ځای دې د ارامۍ او ثبات لپاره هڅې وکړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو خونړیو نښتو لړۍ د تلې میاشتې په ۱۹مه پېل شوه، کله چې د پاکستان پوځ په کابل او پکتیکا کې پر ځینو اهدافو هوايي بریدونه وکړل. طالبان دا بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری وباله.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، دا بریدونه د پنجشنبې په شپه شوي وو، چې طالبانو هغه مهال یوه “پیښه” وبلله، خو وروسته یې پاکستان مسئول وباله. د طالبانو ځواکونو د غچ اخیستنې په عملیاتو کې د پاکستان څو پوځي پوستې په نښه کړې او ادعا یې کړې چې په دغو بریدونو کې ۵۸ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. طالبانو د خپلو ۹ سرتېرو وژل کېدل هم تایید کړي.
د پاکستان پوځ بیا په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په سرحدي نښتو کې یې ۲۳ سرتیري وژل شوي او د طالبانو او اړوندو وسلهوالو ډلو له ۲۰۰ زیات غړي یې له منځه وړي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه آصف، وروسته له دې نښتو، د «جیو نیوز» له تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي، او دا وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ فضا “دښمنۍ ته ورته” ده. هغه خبرداری ورکړ چې دا نښتې “هره شیبه” بېرته پيلېدلی شي، او زیاته یې کړه چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ هېڅ ډول مستقیم یا غیرمستقیم تماس نه شته.
آصف طالبان د ترهګرو د ملاتړ تورن کړل او ویې ویل که له افغانستانه د ترهګریزو بریدونو لړۍ ونه درول شي، نو د طالبانو حکومت او د دوی ملاتړي به له سختو عواقبو سره مخ شي.
په مقابل کې، د طالبانو دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې که پاکستان بیا هم د افغانستان پر خاورې تېری وکړي، طالبان به “په پوره ځواک” ځواب ورکړي. وزارت ټینګار کړی چې افغانستان به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې خاوره یې تر پښو لاندې شي او د خپل ملي حاکمیت دفاع به وکړي.
