سویلي آسیا

نړېوال وجهي صندوق پاکستان ته ۱.۲ میلیارد ډالر اضافي پور منظور کړ

نړیوال وجهي صندوق (آی.اېم.اېف) اعلان کړی چې له پاکستان سره یې د پور د پروګرام په اړه لومړنۍ هوکړه کړې، چې له مخې به دغه هېواد د صندوق د اجرائیوي بورډ له تصویب وروسته ۱.۲ میلیارده ډالره تر لاسه کړي.

د اعلامیې له مخې، له دې مرستې څخه یو میلیارد ډالر د اوږدمهاله ملاتړ د پروګرام له لارې ورکول کېږي، او ۲۰۰ میلیونه ډالره د ثبات او دوامدار پرمختګ د پروګرام له لارې. تر دې دمه د دواړو پروګرامونو ټولې مرستې نږدې ۳.۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

صندوق په خپل بیان کې ویلي: «د اوږدمهاله ملاتړ د پروګرام مرسته، د پاکستان د اقتصادي تګلارې د مالي ثبات د ټینګښت او د بازار د باور د بېرته رغېدو سبب شوې ده.»

په اعلامیه کې راغلي، د پاکستان د اقتصاد د رغېدو بهیر پر خپل مسیر روان دی، د نرخونو زیاتوالی تر کنټرول لاندې راغلی، بهرني زیرمې پیاوړې شوې، او مالي وضعیت د پام وړ ښه شوی دی.

پاکستان ژمنه کړې چې د احصایوي معلوماتو پر بنسټ به احتیاطي پولي تګلاره پر مخ یوسي، او د تېر کال د ویجاړوونکو سېلابونو وروسته به د اقلیم د بدلون پر وړاندې د مقاومت وړتیا نوره هم پیاوړې کړي.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب ویلي، دغه هېواد د نړیوال وجهي صندوق له استازو سره د لومړنۍ هوکړې په پړاو کې دی.

اورنګزېب زیاته کړې چې حکومت غواړي د روان کال تر پایه خپل لومړی شین پورپاڼه (چې د چاپېریال ساتنې د پروژو لپاره کارېږي) د چین د یوان په پيسو خپور کړي. ده وویل، له دې وروسته به پاکستان لږ تر لږه یو میلیارده ډالره نړیوال پورپاڼه هم بازار ته وړاندې کړي، څو د بهرنۍ پانګونې جلب او د اقتصاد د ثبات هڅې پیاوړې شي.

د یادونې وړ ده چې د نړیوال وجهي صندوق ملاتړ د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې، وروسته له هغې چې هېواد له سخت اقتصادي بحران او د روپۍ له بې‌ارزښته کېدو سره مخ شو، د پاکستان د شاوخوا ۳۷۰ میلیارده ډالرو اقتصاد د ثبات لپاره مهم رول ولوبولو.