سیاست

عمران خان: له طالبانو سره ستونزه باید له سیاسي لارې حل شي، نه له پوځي لارې

د پاکستان پخواني لومړی وزیر عمران خان خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د زیاتو روانو تاوتریخوالو دوام کولای شي د ترهګرۍ ګواښونه زیات کړي، او ټینګار یې کړی چې د دې شخړې حل یوازې سیاسي خبرو اترو کې نغښتی دی، نه په پوځي بریدونو کې.

د عمران خان د خبرو جزئیات د سه شنبې په ورځ د تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان د اډیاله زندان مخې ته له رسنیو سره شریک کړل. ده وویل: «عمران خان ویلي چې تحریک انصاف د هر ډول ترهګرۍ مخالفت کوي، خو باور لري چې د حل لاره د سیاسي خبرو اترو له لارې شونې ده. پر افغانستان پوځي بریدونه کولای شي په پاکستان کې د ترهګرۍ د زیاتېدو سبب شي.»

ګوهر علي خان، سناتور علي ظفر او بېرېسټر محمد علي سيف هغه مهال له عمران خان سره وکتل، کله چې د توشه‌خانه دویمه قضیه د زندان دننه د محکمې په خونه کې اورېدل کېده.

د تحریک انصاف د مشر په وینا، عمران خان ویلي: «پوځ زموږ دی، شهیدان زموږ دي، خو د عامو خلکو وینه باید توی نه شي. د ترهګرۍ ختمولو لپاره باید سیاسي لارې وپلټو.»

هغه دا څرګندونې د طالبانو له لوري پر پاکستاني پوستو د وروستیو بریدونو په تړاو وکړې. د راپورونو له مخې، طالب ځواکونو د شنبې په ورځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې، هغه مهال بریدونه وکړل چې د پاکستان جنګي الوتکو په کابل او پکتیکا ځینې سیمې بمبار کړې. د پاکستان پوځ د ادعا له مخې په ځوابي بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ طالب او تحریک طالبان پاکستان وسلوال وژل شوي.

د ګوند مشرانو په وینا، عمران خان ویلي چې له پوځ سره دښمني نه لري، ځکه د ده د کورنۍ ګڼ غړي د وسله‌والو ځواکونو برخه دي. ده زیاته کړه: «د خیانت د سندونو وېش دې بند شي، دا زموږ هېواد او زموږ پوځ دی.»

بېرېسټر محمد علي سيف وویل، عمران خان د تحریک لبیک پاکستان  پر مشرانو او غړو د تاوتریخوالي غندنه کړې او د داسې پېښو پر وړاندې یې د سوله‌ییزو مظاهرو بلنه ورکړې. دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د دوشنبې په ورځ د پنجاب پولیسو د مریدکې په سیمه کې د  تحریک لبیک پاکستان لاریون کوونکیو پر ضد عملیات وکړل، چې پکې ۵ کسان وژل شوي، درې یې د تحریک لبیک غړي او یو پولیس افسر و.

د عمران خور علیمه خان هم د اډیاله زندان مخې ته له رسنیو سره وویل، چې عمران خان څو ځله د پخواني وزیر اعلی علی امین ګنډاپور مشوره کړې وه، خو نه ده عملي شوې. علیمه خان له عمران خان څخه په حواله وویل: «پاکستان باید له افغانستان سره خبرې وکړي، نه دا چې پوځي عملیات پیل کړي. عمران خان یو نړیوال پېژندل شوی مشر دی، خو موږ لا هم دا نه درکوو.»

Top of Form

Bottom of Form