سیاست

د ننګرهار ولایتي شورا پخوانی مشر: «ملي يووالي» ته تر بل هر وخت ډېره اړتيا ده

د ننګرهار د ولایتي شورا پخواني مشر احمدعلي حضرت ویلي، له پاکستان سره د وروستيو نښتو او کړکېچونو له زیاتېدو سره، اړينه ده چې افغانان خپل سياسي او غير سياسي اختلافونه يوې خواته پرېږدي او د «يو موټي افغانستان» په توګه له خاورې دفاع وکړي.

نوموړي ټينګار وکړ: «وطن د مور په څېر دی، او د وطن دفاع پر هر افغان فرض ده. که موږ د تلپاتې سولې او ثبات غوښتونکي يو، نو لازمه ده چې د پرديو، په ځانګړي ډول د پاکستان لاسونه له افغانستانه د تل لپاره لنډ او پرې شي.»

د هغه دا څرګندونې داسې مهال کړي چې تېره اوونۍ پاکستاني پوځ د پکتیکا د برمل ولسوالۍ يو شمېر سيمې او همدارنګه د کابل شاوخوا ساحې د هوايي بريدونو لاندې ونیولې. د طالبانو د دفاع وزارت دغه بريدونه تأييد کړي، خو د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد د کابل پېښه «د غږ بم» يا صوتي چاودنه بللې ده.

له دغو بريدونو وروسته، د شنبې په شپه (د تلې ۱۹مه) د طالبانو او د پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ د پولې په اوږدو کې پراخې نښتې رامنځته شوې. د طالبانو د وياند په وينا، په دغو جګړو کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او د هغوی ۲۵ پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

خو د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په متقابلو جګړو کې شاوخوا ۲۰۰ تنه طالبان او د هغوی اړوند جنګيالي وژل شوي دي.

طالب وياند د يکشنبې په ورځ په خبري غونډه کې وويل، د نښتو پر مهال ۹ طالب سرتېري هم وژل شوي دي.

سرچينو تازه راپور ورکړی چې د دوشنبې په شپه (د تلې ۲۱مه) د کندهار د غورک او شورابک ولسواليو په پوله بيا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې شوي دي.

د سرچینو په وينا، جګړه د سرلت سيمې په شاوخوا کې رامنځته شوې او دواړو لوریو پکې د سپکو او درنو وسلو کارولی دی. تر اوسه د دغو تازه نښتو د تلفاتو او زيانونو په اړه کره معلومات نه‌دي ترلاسه شوي.