روغتیا

له کندهاره ډاکټران: د طالبانو چلند ګڼ روغتیايي کارکوونکي دندو پرېښودو ته اړ کړي

Mirwais Hospital, Kandahar. File photo. Photo by IRC.

په کندهار کې یو شمېر ډاکټران وايي، د طالبانو له لوري د روغتیایي کارکوونکو پر وړاندې بدچلند او فشارونو د هغوی د کار مینه او مسلکي هڅې کمزورې کړې دي، او ګڼ ښځینه او نارینه کارکوونکي اړ شوي چې خپلې دندې پرېږدي.

دغو ډاکټرانو د رسنیو له لارې شکایت کړی چې په روغتونونو او درملتونونو کې د طالبانو له‌خوا سخت محدودیتونه لګېدلي دي. د هغوی په وینا، هغه مسلکي جوازونه چې د جمهوریت له وخته تړل شوي وو، لا هم نه دي فعال شوي، او طالبانو د کار اجازه د رسمي جواز له وړاندې کولو سره مشروط کړې ده.

یو ډاکټر، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي:
«له لسو کلونو راهیسې د خلکو خدمت کوم، خو اوس راته وايي چې د شخصي روغتون د پرانیستلو اجازه نه لرې، ځکه جواز نه لرې. دا جوازونه د کرزي له وخت راهیسې تړل شوي، او له هغه وروسته زرګونه نوي ډاکټران فارغ شوي، نو اوس له کومه ځایه جواز راوړو؟»

دغه ډاکټر، چې د کندهار په یو دولتي روغتون کې جراح دی، زیاتوي:
«موږ کلونه کلونه خلکو ته کار کړی، خو اوس چې شخصي روغتون پرانیزو، سپک چلند راسره کېږي. د عامې روغتیا وزارت له خشن چلند او بې‌اعتنایۍ ستړي شوي یو.»

د ډاکټرانو د معلوماتو له مخې، په کندهار ښار کې شاوخوا ۸ زره درملتونونه فعالیت کوي، چې یوازې ۳۰ سلنه یې رسمي جواز لري، خو پاتې ۷۰ سلنه د هغو ډاکټرانو له‌خوا اداره کېږي چې مسلکي وړتیا لري خو د جواز ترلاسه کولو قانوني لاره ورته بنده شوې ده.

هغوی زیاتوي چې دا ستونزه یوازې کندهار پورې محدوده نه ده، بلکې په ټول افغانستان کې نږدې ۷۰ سلنه ډاکټران د درملتون د پرانیستلو قانوني جواز نه لري.

ډاکټرانو له طالبانو غوښتنه کوي چې د جوازونو د ورکړې لپاره یو روڼ او منظم بهیر رامنځته کړي، څو روغتیایي کارکوونکي وکولای شي په قانوني او رسمي توګه فعالیت وکړي. هغوی همدارنګه د «تحقیر، ځورونې او بې‌دلیله محدودیتونو» د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

یو بل ډاکټر وايي:
«اوس هر ډاکټر او نرس د طالبانو له چلند ستړی او د کار له دوام ناهیلی شوی دی.»

دغو ډاکټرانو همدارنګه ویلي چې طالبانو په وروستیو کې د ښځینه کارکوونکو لپاره نوي بندیزونه لګولي دي.

یوه ښځینه ډاکټره وايي:
«موږ ته ویل شوي چې چادري یا نقاب مه اغوندئ، یوازې ماسک واغوندئ. دا پرېکړه د شخصي ازادۍ او د اسلامي حجاب له تعریف سره په ټکر کې ده، خو ښځې د دندې د ساتلو لپاره مجبوره دي چې ومني.»

د سرچینو په وینا، طالبانو تازه اعلان کړی چې ښځینه کارکوونکي باید له خپل محرم سره روغتون ته ولاړې شي، او محرم یې باید د ورځې تر پایه هلته پاتې شي.

یو ډاکټر وايي:
«موږ ته ویل شوي چې هره ښځینه کارکوونکې باید له خپل محرم سره روغتون ته راشي، او محرم یې باید تر ماښامه هلته کښېني. پخوا خو نارینه د ښځو څانګې ته نه پرېښودل کېدل، خو اوس وایي محرم، که کار کوي که نه، باید ټول ورځ هلته پاتې شي. په اوسني اقتصادي وضعیت کې کومه کورنۍ کولای شي یو کس یوازې د ناستې لپاره ‌کار پرېږدي؟»

د سرچینو په وینا، د همدغو محدودیتونو له امله ګڼ شمېر ښځینه کارکوونکې خپلې دندې پرېښې او کورونو ته ستنې شوې دي.

طالبانو تر اوسه د دې ادعاوو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو په پرله‌پسې ډول د ښځو پر کار، زده‌کړو او ورځني ژوند نوي محدودیتونه لګولي دي.