د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان پر حکومت سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې اسلاماباد دې د نورو هېوادونو د سیاسي چارو پر ځای د خپل هېواد د شخړو او کړکېچونو د حل لاره ولټوي.
خلیلزاد دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس (پخواني ټویټر) حساب لیکلې دي. هغه د رسنیو د راپورونو په حواله ویلي، چې د پاکستان حکومت د افغان ولس د «آزادۍ» او د یو «استازي حکومت» د جوړېدو هیله څرګنده کړې ده، خو دا «ډېره مهرباني» ده چې د افغانستان د خلکو اندېښنه کوي!
هغه لیکلي: «خو یو څوک نه شي کولای له ځینو کوچنیو تضادونو سترګې پټې کړي. د لسیزو په اوږدو کې اسلاماباد تل له هغو ډلو ملاتړ کړی چې په افغانستان کې یې ناامنۍ او ګډوډي رامنځته کړې ده.»
زلمي خلیلزاد زیاته کړې، چې په خپله پاکستان کې بیا پوځ واک چلوي، خپل تر ټولو مشهور سیاسي مشر عمران خان یې بندی کړی، او «د جعلي ټاکنو» له لارې یې سیاسي بهیر بېاعتباره کړی دی.
هغه ټینګار کړی: «د دې پر ځای چې د نورو هېوادونو سیاسي چارواکو ته بېځایه مشورې ورکړي، د پاکستان مشران باید د خپل هېواد ګډوډ حالت سم کړي او دا معلومه کړي چې څنګه د دوو لویو بغاوتونو – په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې – د ختمېدلو لاره پیدا کړي.»
