سیاست

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: طالبان دې زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د رژیم د ویاند وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې طالب چارواکي دې د خپل هېواد اړوندو مسایلو ته پام وکړي او د پاکستان په کورنیو چارو کې له تبصرو ډډه وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي دي: «موږ د طالبانو د رژیم د ویاند وروستۍ څرګندونې په دقت څارلې دي. د طالبانو ویاند ته سپارښتنه کوو چې د افغانستان مهمو مسایلو ته لومړیتوب ورکړي او د هغو موضوعاتو په اړه له نظر څرګندولو ډډه وکړي چې د دوی له صلاحیته بهر دي.»

اعلامیه زیاتوي: «د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې نه‌مداخله د نړیوالو ډیپلوماټیکو اصولو یوه مهمه برخه ده، او پاکستان د خپلو داخلي چارو په اړه د بهرني لارښود اړتیا نه لري.»

وزارت همدارنګه له طالبانو وغوښتل چې د دوحې د بهیر پر مهال خپلې نړیوالې ژمنې او مسؤلیتونه عملي کړي، او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرۍ لپاره وکارول شي.

په پای کې وزارت ټینګار کړی: «طالب رژیم باید پر یو ټولګډونه، بااعتباره او ریښتیني استازي حکومت د جوړولو لپاره تمرکز وکړي، پر ځای د دې چې بې‌اساسه تبلیغاتو ته دوام ورکړي.»