د پکتيا ولایت يو شمېر اوسېدونکو آمو ته ويلي، چې د شنبې په شپه، د تلې په ۱۹مه، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې پر مهال، د دغه ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ پنځه تنه اوسېدونکي ټپيان شوي دي.
د ځایي خلکو په وينا، د نښتې پر مهال د هاوان دوه مرمۍ د ډنډپټان په دوه استوګنيزو کورونو لګېدلي، چې له امله یې ملکي وګړو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
دوی زیاتوي، چې د یادې ولسوالۍ يو شمېر کورونه او موټرونه هم زیانمن شوي دي.
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ دا پراخې نښتې د شنبې په شپه، پر ډیورنډ فرضي کرښه رامنځته شوې. د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد په وینا، په دې نښته کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۲۵ پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
خو د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې په دې نښته کې نژدې ۲۰۰ طالبان او له هغوی سره تړلي وسلهوال، په شمول د تحریک طالبان پاکستان غړي، وژل شوي دي.
ذبیحالله مجاهد بيا د يکشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په دې پولهيزه نښته کې ۹ طالبان وژل شوي دي.
له بلې خوا، ځينو سرچينو آمو ته ويلي، چې د يکشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) د سهار شاوخوا ۱۱ بجې، پاکستاني بېپيولوټه الوتکو د کندهار د سپينبولدک ولسوالۍ ځينې برخې بمبار کړې دي.
طالب چارواکو او د پاکستان حکومت تر دې دمه د يادو بریدونو د هدف او احتمالي تلفاتو په اړه څه نهدي ویلي.
