سیاست

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: طالبان د افغانستان د ولسونو ملاتړ او مشروعیت له ځان سره نه لري

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ وایي، د افغانستان خلک نور د طالبانو د حکومت ملاتړ نه کوي او دغه حکومت له ولسي مشروعیت بې‌برخې دی.

نوموړي دغه څرګندونې د جیو نیوز د “نیا پاکستان” تلویزیوني پروګرام کې وکړې، چې پکې یې پر افغان طالبانو سختې نیوکې وکړې. عطا تارړ وویل، طالبان نه یوازې د افغانستان د ولس ملاتړ له لاسه ورکړی، بلکې د سیمې د امنیت لپاره هم ستر ګواښ ګرځېدلي دي.

د هغه په وینا، د طالبانو له لوري د پاکستان پر خاوره وروستي بریدونه یوه ښکاره تجاوزي هڅه وه، خو د پاکستان پوځ پرې کلک، قاطع او مناسب ځواب ورکړ.

 نوموړي زیاته کړه: “موږ نور چمتو نه یو چې د افغانستان له خاورې زموږ پر خاوره بریدونه وزغمو. د طالبانو حکومت نه مشروعیت لري، نه د ولس ملاتړ، او نه هم د سولې نیت څرګندوي”.

عطا تارړ ادعا وکړه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له هند څخه د پاکستان ضد څرګندونې وکړې او هماغه شپه طالبانو د ترهګرو په ملتيا پر پاکستان برید وکړ. نوموړي خبرداری ورکړ، که ورته پېښه بیا تکرار شي، نو طالبان به له شدید غبرګون سره مخ شي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې هم پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې د افغان طالبانو له لوري د پوله‌ساتو پر پوستو بې‌دلیله بریدونه شوي، چې په نتیجه کې یې د پاکستان ۲۳ سرتېري وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي. د پوځ په وینا، د ځوابي عملیاتو په ترڅ کې له ۲۰۰ زیات طالبان او د هغوی ملاتړي ترهګر وژل شوي دي.

د عطا تارړ دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیاسي او امنیتي اړیکې ورځ تر بلې ترینګلې کېږي، او اسلام‌آباد له طالبانو غواړي چې د ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدام وکړي.

طالبان بیا تل ویلي چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته د ګاونډیو پر ضد د برید اجازه ورنه‌کړي، خو پاکستان وايي دوی دا ژمنه نه ده عملي کړې.