د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د کتنې پر مهال وویل، چې هند د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ ژوره هیله لري او غواړي له افغانانو سره خپلې پراختیايي او بشري همکاري نوره هم پیاوړې کړي.
شنکر زیاته کړه: «د یو دیوال شریک ګاونډي او د افغانانو د خواخوږو په توګه، هند د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره ژمن دی. موږ به نن د هغو پروژو د ترمیم او ساتنې په اړه خبرې وکړو چې هند مخکې پلي کړي، او همداراز ژمن یو پر هغو پروژو بېرته کار پېل کړو چې لا نه دي بشپړې شوې.»
هغه وویل، د افغانستان د پرمختیايي لومړیتوبونو په اړه به هم بحثونه وشي، او هند به د طبي برخې، بشري مرستو، او ښوونې په ډګر کې خپلې اوږدمهالې ژمنې تازه کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه، چې هند به په افغانستان کې شپږ نوې پروژې پلې کړي، چې جزیات به یې د خبرو تر پای وروسته اعلان شي. نوموړي د ښه نیت د څرګندولو په پار د ۲۰ امبولانسونو ډالۍ اعلان کړه او وویل: «زه غواړم پنځه امبولانسونه شخصاً تاسو ته د یو سمبولیک حرکت په توګه دروسپارم.»
شنکر زیاته کړه، چې هند به د افغانستان روغتونونو ته د MRI او CT Scan طبي ماشینونه، واکسینونه او د سرطان درمل ورکړي، او همداراز به د مخدره موادو د کاروونکو د بیارغونې پروګرامونو کې برخه واخلي.
هغه وویل، هند د وروستیو زلزلهځپلو سیمو لپاره بشري مرستې لېږلې دي او ژمن دی چې د دغو سیمو په بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغان کډوالو د جبري ایستنې په اړه ژوره اندېښنه وښوده او وویل، هند چمتو دی چې د راستانه شوو کډوالو د استوګنې او بیا مېشتېدو په برخه کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه، چې هند د اوبو د مدیریت، طبیعي زېرمو د استخراج، سوداګرۍ پراخېدو، او د کابل – نوي ډیلي تر منځ د هوايي پروازونو په زیاتوالي کې علاقه لري.
شنکر همداراز وویل، چې هند غواړي د افغان ځوانانو د زده کړو پروګرامونه بیا پیل کړي او د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو لړۍ بېرته فعاله کړي.
هغه د افغانستان د کرېکټ لوبغاړو د ملاتړ ژمنه هم تازه کړه او وویل، لوبې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د دوستۍ یو مهم پُل جوړوي.
شنکر زیاته کړه، چې هند په وروستیو کې د افغانستان لپاره د ویزو نوې تګلاره اعلان کړې او د درملنې، سوداګرۍ او زده کړو په برخو کې یې د ویزو شمېر زیات کړی دی.
نوموړي په پای کې وویل: «هند د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته بشپړه درناوی لري. موږ باور لرو چې د افغانستان پرمختګ د ټولې سیمې د ثبات لپاره حیاتي دی. په همدې اساس زه نن اعلانوم، چې په کابل کې د هند تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ شوی دی.»
