د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې اعلان کړی چې د پوځ ویاند احمد شریف چودري به نن ماسپښین په ۲:۳۰ بجو په پېښور قول اردو کې له خبریالانو سره خبرې وکړي.
د پوځ د مطبوعاتي دفتر په وینا، د دې خبري ناستې موخه د وروستیو امنیتي حالاتو، د ترهګرۍ ضد عملیاتو، او له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د روانو تحرکاتو په اړه د معلوماتو شریکول دي.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې په تېره شپه په کابل، خوست او پکتیکا ولایتونو کې پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونه کړي او د ټي ټي پی مشر مفتي نور ولي مسید یې په نښه کړی دی. په وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د هوايي بریدونو او امنیتي تاوتریخوالي راپورونه تر بل هر وخت ډېر خپاره شوي دي.
تمه ده د پوځ ویاند به د دغو پېښو په اړه د پوځ رسمي دریځ روښانه کړي او د پاکستان د امنیتي تګلارې په اړه به تازه جزئیات وړاندې کړي.
رسنۍ او سیمهییز خبریالان د دې ناستې د پوښښ لپاره پېښور قول اردو ته بلل شوي دي.
